1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان: اسرائیلو ته د اوبتلونو د استولو په اړه د معلوماتو غوښتتنه

۱۳۹۱ خرداد ۱۵, دوشنبه
https://p.dw.com/p/157RF

د المان اپوزیسون له حکومت څخه غواړي چې اسرائیلو ته اوب تلونو د استولو په موضوع کې معلومات ورکړي. د سوسیال دموکرات گوند د بهرنیو چارو ویاند وویل، غټه پوښتنه دا ده چې آیا دغه اوب تلونه د اټومي وسلو د لیږدولو په وسایلو سنبال دي او که نه؟

 د دې مخکې د المان یوې مجلې «دیر شپیگل» رپورټ ورکړی چې دغه اوب تلونه ښایي له دغسې سیستمونو سره مجهز وي. تر اوسه پورې پریکړه داسې وه چې المان به یوازې هغه اوب تلونه اسرائیلو ته ورکوي چې د اټومي وسلو په سیستم مجهز نه وي.