1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الماني سرتیري له بدخشان څخه وځي

۱۳۹۱ خرداد ۲۶, جمعه

په فیض آباد کې د آلماني سرتیرو بار او بستره تړل شوې ده. ډیری افغانان غواړي چې هغوی هلته پاتي شي. خو سرتیري وایي چې د هغوی ماموریت نور ختم شوی دئ. (آرشیف انځور)

https://p.dw.com/p/15FmO
انځور: picture-alliance/dpa

په افغانستان کې د ناټو د جنګي ماموریت پای ته لا ډیر وخت پاتې دئ. د ۲۰۱۴ کال پای کې به هغوی ټول له افغانستان څخه ووځي. خو د بدخشان په ولایت کې د آلمان پوځ همدا اوس د خپلو وتلو له پاره بندو بست کوي. په فیض آباد کې د جولاي په میاشت کې د ولایتي بیا رغاونی یا PRT دوې اډې منحل کیږي. وروسته له اتو کلونو په مني کې به هلته د آلمان پوځي اډه په بشپړه توګه وتړل شی. ډیری افغانان په دې هکله اندیښنه لري.

د جنوري په میاشت کې د بدخشان امنیتي مسئولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو. له هغې مخکې د PRT مشري د آلمان د بهرنیو چارو د وزارت له خوا د یوه ملکي چارواکي تر صلاحیت لاندي راوستل شوه.
په فیض آباد کې د آلمان د پوځ قوماندان، ډګرمن مانفرد وینیک، وویل چې دغه مخکې له مخکې ټول اقدمات د پوځ د وتلو نښانې دي:

«د جولاي له لومړۍ نیټې څخه وروسته به زموږ د ماموریت بڼه بدله شي. د امینت د خوندي ساتنې په اړه عملیاتي ماموریت کې به تر زیاتې کچې کموالی راشي. او له دی سره ورو ورو د وتلو له پاره تیاری نیول کیږی.»

د ژمی له پیل څخه مخکې باید ټول ۲۰۰ آلماني سرتیري چی په بدخشان کې میشت ول، بیرته خپل وطن ته ستانه شي.

بدخشان د افغانستان د امن لرونکو ولایتونو له جملې څخه دئ. که څه هم هلته د یاغیانو د حملو په اړه ډیر زیات څه نه اوریدل کیږي، خو د جنایي ډلو او د قاچاقبرانو فعالیتونه پراخ دي. په دغه ولایت کې آلماني سرتیرو ته په دې موده کی هیڅ ځاني تاوان نه دئ اړول شوی. خو څه موده مخکې د یوی سویسي مرستندویه مؤسسې څو تنه کار کوونکي وتښتول شول.

خو هغوی د ناټو تر مشرۍ لاندې د ایساف د ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې بیرته وژغورل شول. ویل شوي دي چې پنځه تنه یرغمل نیوونکي چې له یاغیانو سره ئې تړاو درلود، په دغو عملیاتو کې وژل شوي دي.

آلمانی قوماندان وینیک، وایي چې د دا ډول بی امنیتو سره سره په عمومي توګه په بدخشان کې امن خوندي دئ: « زه فکر کوم چې ولایتي بیا رغاونی ټیم خپل ماموریت پوره کړی دئ او د پوځیانو په توګه موږ ته نوره دلته اړتیا نه لیدل کیږي.»

هغه زیاته کړه دا چې په بدخشان کې امن خوندي پاتې شي «موږ په یو ښه احساس» له دې ځای څخه وځو.

خو د آلماني قوماندان د دا ډول ډاډ سره سره، د سیمي اوسیدونکي د راتلونکي په هکله اندیښنه لري. افغان ژورنالست، جعفر تیار وایي: «کله چې آلمانان ولاړ شي، دا ښایي پر امینتي وضعیت ښه اغیزه ونه لري.»

د یوې شخصي راډیو مسئول مدیر، عبدالبصیر حقو، دې ته ورته خبره کوي: «خلک ویره لري چې ښایي افغان ځواکونه ونه شي کړای چې امنیت په یوازیتوب سره خوندي وساتي.»

دغه راز په بدخشان کې د حکومت یوه تن چارواکي چې د خپل هویت د نه بربنډولو په شرط ئې د آلمان خبری آژانس ته خبرې وکړې، د خپل ولایت د امنیت د راتلونکي په هکله اندیښنه لري: «موږ بیا هم پې آر ټي ته ضرورت لرو.»

د بدخشان د ولایت د امنیې قوماندان صبور نصرتي، که څه هم وایي چې ښه به وای چې آلماني سرتیري يو څه نور هم پاتې شوې وای. هغه خپلو خلکو ته ډاډ ورکړ او وې ویل: « ښایي دښمن د راتلونکی له پاره کوم پلان ولري، خو موږ په ځان کې دا توان وینو چې د هغو ځواب ورکړو.»

که څه هم آلماني سرتیري له بدخشان څخه وځي، خو د آلمان پرمختیایي مرستې به له افغانستان سره جاري وي او مرستندویان به خپلو کارونو ته دوام ورکړي. آلمان به په راتلونکو کلونو کې د ۳۰ څخه تر۴۰ میلیونه یورو په ارزښت د بریښنا د تولید یوه دستګاه هلته جوړه کړي چې د فیض آباد ټول ښار ته به بریښنا ورکړي.

د آلمان خبري آژانس/ عبدالباري حکیم
کتونکی: سید ریاض