1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

القاعده په يمن کي د پياوړي کېدو په حال کي ده

سيد رياض (دويچه ويله)۱۳۹۲ مرداد ۱۸, جمعه

د القاعدې شبکې څانګه د یمن په ټاپو وزمه کې په ځانګړې توګه فعاله ده. دغه څانګه د بریدونو د پلانونو له پاره د یمن له ضعف څخه ګټه اخلي. تر ټولو زیات ناصر الوحیشي، چې په اصطلاح د بن لادن «ښي لاس» ګڼل کیده.

https://p.dw.com/p/19N8c
FILE - An undated handout image made available by a Jihadist website on 24 February 2010, shows the senior leader of al-Qaeda in the Arabian Peninsula (AQAP) Nasser al-Wahaishi appearing in an Islamist video posted on internet. The U.S. has become increasingly worried about militants based in Yemen since al-Qaida groups there and in Saudi Arabia merged to become al-Qaida in the Arabian Peninsula. EPA/JIHADIST WEBSITE/HANDOUT BEST QUALITY AVAILABLE EDITORIAL USE ONLY/NO SALES +++(c) dpa - Bildfunk+++
Nasser al-Wahaish, Führer Al-Kaida in Südarabienانځور: picture-alliance/dpa

اصلا آلمان په پام کې لرله چې د تیرې سه شنبې په ورځ د (۲۰۱۳م کال د اګست ۶) د یمن په پلازمینه صنعا کې خپل سفارت بیرته پرانیزي، خو لا هم دغه سفارت تر نامعلومې نیټې پوري تړلي پاته دی. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند اندریاس پیشکه، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «په دغه ځای کې وضعو ته په کتو سره دا زموږ خپل اټکل دی، چې د امریکا متحده ایالاتو د اټکلونو په ترڅ کې مو تر سره کړی دی.»

تر دې د مخه د امریکا متحده ایالاتو د احتمالي بریدونو د تر سره کیدو په غبرګونو کې له شمالي افریقا څخه نیولای تر سویلي آسیا پورې خپل ۲۲ نمایندګۍ وتړلې. په ځانګړې توګه په یمن کې وضعیت خطرناک بلل کیږي: امریکا متحده ایالاتو او بریتانیې لا تر مخه له دغه ځای څخه خپل اتباع راایستلي دي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د رپوټ په حواله، د متحده ایالاتو له لوري د ممکنه ترهګریزو بریدونو معلومات د القاعدې د مشر ایمن الظواهري او په یمن کې د القاعدې د مشر الوحیشي تر منځ د ارتباط څخه تر لاسه شوي دي.

په ۲۰۱۱م کال کې د عربي انقلاب له پیل څخه لا دمخه القاعده په یمن کې فعاله وه. خو دغه ترهګر سازمان د انقلاب په ترڅ کې د داخلي ګډوډیو د رامنځ ته کیدو څخه ګټه واخيسته او په دغه ځای کې یې خپل ځان پیاوړی کړ. یمن د عربي هیوادونو په کتار کې بې وزله هیواد شمیرل کیږي. د دغه هیواد د ۲۳ میلیونه نفوس نیمایي برخې ورځنی عاید تر دوو ډالرو کم دی. د دغه هیواد ۳۰ سلنه خلک بې روزګاره دي.

په يمن کي د آلماني سفارت ساتونکي
په يمن کي د آلماني سفارت ساتونکيانځور: picture-alliance/dpa

له بل پلوه د عبد ربه منصور، په مشرې انتقالي حکومت د دغه هیواد یو شمیر برخې تر کنترول لاندې نه لري. په شمال کې په اصطلاح حوثي، شعیه مذهبه پاڅون کوونکي له کلونو راهیسې د حکومتي ځواکونو پر ضد جنګیږي. په سویلي برخه کې بیلتون غوښتونکي له شماله د بیلیدو غوښتنه کوي.

په ماینڅ، کې د عربې نړۍ په هکله د څیړنو له مرکز څخه کارپوه ګونتر مایر وایي چې «له دې امله یمن د القاعدې له پاره ایډیاله ټاټوبی دی.»

له دغه حالت څخه القاعده له دوو کلونو راهيسي ګټه اخلي په ځانګړې توګه د یمن په سویل کې خپل نفوذ لا پسې پراخوي. ګونتر زیاتوي: «اتلس میاشتې تر مخه، د القاعدې شبکه د یمن په سویل کې ډیره فعاله وه. خو په تیرو اتلسو میاشتو کې د یمن د پوځ په مرسته د امریکا متحده ایالاتو د بې پیلوټو الوتکو بریدونو وضعیت بدل کړی دی. له دې امله هغوی په څرګند ډول ضعیفه شوي دي. له بل پلوه ناصر الوحیشي یو منظم پوځي سازمان رامنځ ته کړ. د الوحیشي په مشرۍ د القاعدې دغه څانګه په نړیواله توګه خطرناکه بلل کیږي.»

د مایر په وینا دغه څانګه د زیاترو تروریستي بریدونو مسئولیت پر غاړه لري. د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري، الوحیشي د دغه ډلې د دویم کس په توګه نومولی دی.

ناصر الوحیشي په افغانستان کې د اسامه بن لادن سیکرتر وو. هغه په ۲۰۰۱م کال کې ایران ته وتښتید. هلته په ۲۰۰۳م کال کې ونیول شو او یمن ته تسلیم کړای شو. په ۲۰۰۶م کال کې د یمن په پلازمینه صنعا کې یو ډیر شمیر بندیان له زندانه وتښتیدل چې الوحیشي هم په دغه ډله کې شامل وو.