1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«الطاف حسین په لندن کي نيول سوی دی»

سيدرياض/ دويچه ويله۱۳۹۳ خرداد ۱۳, سه‌شنبه

په لندن کې د «متحده قومي مومنټ» د مشر الطاف حسین د نیول کیدو تر خبر وروسته، په کراچۍ ښار کې وضعیت مخ پر خرابیدو دی. په دې ترڅ کې د نوموړي گوند «رابطه کمیټۍ» ویلي دي چې د دوی مشر په لندن کې په خپل کور کې دی.

https://p.dw.com/p/1CBMU
انځور: imago

په کراچۍ ښار کې د متحده قومي مومنټ په مرکز «ناین زیرو» کې د تر سره شوي بېړنۍ غونډي وروسته د دغه گوند د مشر الطاف حسین د نیول کیدو خبر تائید کړی دی. خو له دې سره یې دا هم ویلي دي چې الطاف حسین په لندن کې په خپل کور کې دی او د هغه مدافع وکیلان او د ډاکټرانو یو ټیم هم له ده سره په کور کې موجود دی. رابطه کمیټۍ یا د تماس ډلې له خپلو گوندي ملگري غوښتي دي چي آرام پاته شي.

خو په کراچی ښار کې د نامعلومو کسانو له خوا په بېلابېلو سیمو کې شپږ سرویس موټرونو، پنځه رېکشاوي او یوه موټر ته اور اچول شوی دی.

د لندن د پولیسو له خوا د پیسو د سپینولو په قضیه کې د یوه پاکستان الاصله بریتانوي وگړي د نیول کیدو خبر د پاکستان په سیمه ییز وخت د ماسپښین پر یوه نیمه بجه نشر شو. خو پاکستاني رسنیو دغه کس د الطاف حسین په توگه یاد کړ.
تر هغه وروسته په کراچۍ ښار کې وضعیت په بشپړ ډول تغیر وکړ. نه یوازي د ښار ستر مارکیټونه بلکې په لارو کوڅو کې نور واړه دوکانونه هم په سملاسي توگه بند شوي دي.

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې په ښار کې د کومي ناوړي پیښې د رامنځ کیدو له ویري زیاتره پترول پمپونه هم تړل شوي دي او کوم شمیر محدود پترول پمپونه چې پرانیستي پاتي ول، پر هغې د موټرو ډیره گڼه گوڼه وه. پر دې سربیره د کراچۍ ښار د اسعارو په مارکیټ کې د پیسو نرخونه راکښته شوي دي.

دغه وضعیت ته په کتو سره بریتانيا په کراچۍ ښار کې خپله دیپلوماتیکه نمایندگي په مؤقت ډول تړلې ده او له هغه څخه یې خپل پرسونل راایستلی دی. پر بریتانوي کونسلگرۍ سربیره په ښار کې د نورو بهرنیو ودانیو امنیتي تدابیر ټینگ شوي دي.

د لندن پولیسو یوه ویاند له دویچه ویله سره په یوه تماس کې دا خبره تائید کړې ده چې د لندن د شمال ختیځې سیمې څخه یو۶۰ کلن پاکستانی د پیسو سپینولو په تور نیول شوی دی. خو هغوی وویل چې کولای نه شي د نیول شوي کس نوم په ډاگه کړي. پاکستاني رسنۍ د دغه کس نوم الطاف حسین یادوي.

د لندن پولیسو د ام کیو ام، د مشر الطاف حسین پر ضد د ۴۰۰ زرو پونډو د سپینولو او د نوموړي گوند د یوه مشر عمران فاروق، د وژل کیدو په تړاو له څه مودې راهیسې پلټني پیل کړي وې.