1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

افغان ځواکونو په ننګرهار کې په غلطۍ شپږ ملکيان وژلي

۱۳۹۸ خرداد ۴, شنبه

افغان چارواکي وایي چې د ښځو او ماشومان په ګډون، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې لږ تر لږه شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي. دغه عملیات چې هدف یې د طالبان ځپل وو، په ننګرهار ولایت کې ترسره شوي دي.

https://p.dw.com/p/3J4bN
Afghanistan, Nangarhar:  Demonstrationen gegen Militäreinsatz
انځور له ارشیف څخهانځور: DW/O. Deedar

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګیاڼي، ویلي دي چې د شنبې په شپه په ترسره شویو عملیاتو کې همداراز لس یاغیان هم وژل شوي دي. عملیات د ننګرهار ولایت په شیرزاد ولسوالۍ کې ترسره شوي.

چارواکو روښانه کړې ده چې د وژل شویو ملکیانو موټر له هغه سیمې څخه تیریده چې افغان ځواکونو اټکل کوه طالبان ترې د تیښتې هڅه کوي نو له دې کبله یې پر موټر برید وکړ او په غلطۍ یې ملکیان ووژل.

د ننګرهار د ولایتي شورا یوه غړي اجمل عمر، بیا ویلي دي چې اوس د سیمې اوسیدونکو د پیښې د قربانیانو مړي د جلال آباد ښار ته راوړي دي او د عدالت غوښتنه کوي.

(ms/ ks (ap)