1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

افغان ځواکونو د بن لادن پټنځای له داعش څخه بیرته نیولی

۱۳۹۶ خرداد ۲۹, دوشنبه

افغان امنیتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ په ننګرهار کې د تورې بوړې سیمه چې د طالبانو له مهمو سنګرونو څخه ګڼل کیږي او د القاعده شبکې د رهبر اسامه بن لادن پټنځای وو، له اسلامي دولت څخه بیرته نیولی ده.

https://p.dw.com/p/2evKC
Afghanistan Kämpfe zwischen IS und afghanischen Truppen Nangarhar
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

کابو پنځه ورځې مخکې د اسلامي دولت یا داعش ډلې جنګیالیو د تورې بوړې سیمه او تونلونه له طالبانو څخه نیولی وو. دواړه وسلوالې ډلې په خپلو کې دښمني لري.

د ننګرهار ولایت د تورې بوړه سیمه د القاعدې د شبکې د مشر اسامه بن لادن د پټیدو له امله نړیوال شهرت وموند. اسامه بن لادن په ۲۰۰۱م کال کې له همدې سیمې څخه د امریکايي الوتکو د بمباریو او پوځي عملیاتو له امله د پاکستان خاورې ته په تیښته بریالی شو او په دې کار سره امریکايي ځواکونه د هغه په وژلو او یا نیولو بریالي نه شول.

د ننګرهار د ولایت مقام څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې «د پچیراګام په ولسوالۍ کې د تورې بوړې سیمه په بشپړه توګه له داعش څخه پاکه شوه.»

اعلامیه وړاندې زیاتوي چې افغان امنیتي ځواکونو وکړای شول چې د تورې بورې په سیمه کې د تور غر هسکې سیمې ته وخیږي او دغه سیمه پاکه کړي. په اعلامیه کې همدا راز راغلي چې افغان ځواکونه اوسمهال د الف خیل او میرخانی د کلیو په لور د پرمختګ په حال کې دي ترڅو د داعش ډلې جنګیالي له دې سیمو څخه هم په شا وتمبوي.

امریکايي او افغان ځواکونه د ۲۰۱۵م کال د جنوري د میاشتې راهیسې هغه وخت چې اسلامي دولت ډلې یا داعش د خپل شتون اعلان وکړ، له یادې ډلې سره په جګړه کې دي.

د روان کال د اپریل په میاشت کې، امریکايي ځواکونو د اسلامي دولت یا داعش ډلې پر تونلونو باندې په ننګرهار ولایت د بمونو مور ستر بم غورځوه. د دې بم په پایله کې د افغانستان د دفاع وزارت په حواله د یادې ډلې ۹۰ جنګیالي ووژل شول.