1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوی کال، نوي ننگوني

۱۳۹۱ فروردین ۱۴, دوشنبه

افغان پوځ اوس له نوو ننګونو سره مخامخ دئ. که څه هم ویل کیږي چې سږ کال یاغیان پر افغان سرتیرو خپل بریدوونه ډیروي خو افغان پوځیان وایي چې دوی د خپلو دندو پر مخ بیولو ته تیار دي.

https://p.dw.com/p/14WE1
انځور: AP

د کابل د څرخي پله په سیمه کې د افغان پوځيانو په یوه اډه کې تورن عاشق الله سرتیري له یوه ماموریت مخکي راټول کړي دي او هغوی ته دا ښيي چې څرنګه له خلکو سره سلوک وکړي چې وکړای شي د یاغیانو پر ضد په عملیاتو کې د ولسي خلکو ملاتړ تر لاسه کړي.

عاشق الله دویچه ویله «المان غږ» ته وویل چې د هغه د سرتیرو له پاره دا ډیره مهمه ده چې د خلکو ملاتړ له ځانه سره ولري. هغه زیاتوي: «زموږ مورال  ډیر لوړ دئ. له خلکو سره ښه برخورد کوو، د هغوي زړه په لاس راوړو او د وطن دښمن به دې ته پرې نه ږدو چې زموږ خلک وځوروي او د هغوی ژوند ګډوډ کړي.»

افغان پوځ غواړي چې د ولسي خلکو زړونه او ذهنونه خپل کړي او له یاغیانو سره په جگړه کې د هغوی ملاتړ له ځان سره ولري.

د پوځي چارو کارپوهان په دې اند دي چې که چیرته د افغان پوځیانو مورال لوړ نه وي او خلک پرې اعتماد و نه لري نو هغوی نه شي کولای چې خپلو موخو ته ورسیږي.

د پوځ له لیکو څخه د سرتیرو تېښته یوه بله لویه ستونزه ده چې د افغانستان د دفاع وزارت اوس ورسره مخامخ دئ. متقاعد پوځي جنرال عتیق الله امرخیل، په دې اړه وایې: «که د پوځ له لیکو یو سرتیری هم ویښتي، هغه پر نورو سرتیرو او د هغوی پر مورال باندې ناوړه اغیزه پریږدي.»

رپوټونه ښيي چې په سلهاوو سرتیري یوازې تیر کال د افغان ملي پوځ له لیکو تښتیدلي دي او یا هم خپلو رخصتیو ته له تګ وروسته بیرته دندې ته نه دي ستانه شوي.

خو د دې ټولو ستونزو سربیره هم افغان سرتیري د خپلو دندو په پر مخ بیولو کې ډاډمن ښکاري. یوه افغان سرتیري د دغې پوښتنې په ځواب کې چې که چیرته له ۲۰۱۴ کال وروسته بهرنی ځواک له افغان پوځ څخه په پوځي ماموریتونو کې د اوس په څير ملاتړ و نه کړي، ایا دغه پوځ کولای شي چې په یوازي سر دا ماموریتونه پر مخ بوځي، داسي وویل: «هو، زه خلکو ته اطمینان ورکوم چې تر هغه پورې چې مې وینه په تن کې وي زه به د خلکو د ساتلو له پاره کار وکړم. زه هیڅ راز جدي ستونزه نه وینم. ښه روزل شوی یم او ښه تجهیزات په واک کې لرم.»

ټاکل شوې ده چې تر ۲۰۱۴ کال پورې د افغان پوځیانو شمیره ۱۹۰ زرو تنو ته لوړه شي. تر دغه کال وروسته به افغان امنیتي ځواکونه د ټول افغانستان امنیتي مسئولیتونه پر غاړه واخلي. خو ځینې کارپوهان وايي چې ښایې تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغان ځواکونه و نه شي کولای چې په سمه توگه له خپل هیواد څخه ساتنه وکړي.

جلالزی
کتونکی: مسعود جهش