1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان پوځ سږ کال ۳۰ سنله ډیر تلفات زغملي دي

مسعود جهش (اسوشیتد پرس)۱۳۹۳ مهر ۱۱, جمعه

افغان ځواکونو د ۲۰۱۴ کال په اوړې کې د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۳۰ سلنه زیات تلفات زغملي دي. دا د ناټو له ملاتړ پرته لومړی دوبی دی چې افغان ځواکونه د خپلو وسله والو مخالفینو پر وړاندې جگړه پر مخ وړي.

https://p.dw.com/p/1DPVq
انځور: picture-alliance/dpa

افغان او امریکایي کارپوهان وایي چې تر تلفاتو لویه اندیښنه د افغان امنیتي ځواکونو په منځ کې د قومي ستونزو رامنځ ته کیدل دي. دا په داسې حال کې ده چې پلان شوې ده چې د روان کال تر پایه پورې به ټول بهرني جنگي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

په ۲۰۱۵ کال کې به افغان امنیتي ځواکونه د لومړی ځل له پاره د وسله والو یاغیانو پر وړاندې خپله جگړه ان د ناټو د جنگي ځواکونو له حضور پرته پر مخ یوسي. یوازې امریکا متحده ایالاتو له ۲۰۰۱ کال راهیسي د افغان پوځ پر روزنې او تجهیزولو باندې ۶۲ میلیارده ډالر لگولي دي خو افغان کارپوهان اوس هم د دغو ځواکونو د وړتیا او د تجهیزاتو په اړه اندیښنه لري.

د افغانستان د دفاع پخواني وزیر جنرال عبدالرحیم وردک، د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي: «هغوی [افغان ځواکونه] جنگیږي خو په دې جگړه کې ډیر تلفات هم زغمي.»

د افغانستان د راتلونکې په اړه اندیښنه د سپتمبر پر ۳۰مه نیټه له امریکا متحده ایالاتو او ناټو سره د امنیتي او ملکي تړونونو تر لاسلیکیدو وروسته تر یوې اندازې پورې راکمه شوه. د دغه تړونونو له مخې به ناټو او امریکا متحده ایالات تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان خپل ۱۲۵۰۰ سرتیري وساتي او د افغان امنيتي ځواکونو تجهیز او روزنې ته به دوام ورکړي.

د دې تړون په اړه تر ټولو مهمه خبره دا وه چې له مخې به یې هر کال د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل له پاره ۴،۱ میلیارده ډالر ورکول کیږي. له دغو پیسو پرته به افغان پوځ یوازې د څو میاشتو په منځ کې پاشیدلې وای.

وردک ټینگار کړی دی چې بهرني ملاتړ ته د افغان امنیتي ځواکونو اړتیا سږ کال هغه وخت روښانه شوه چې د بهرنیو ځواکونو هوایي ملاتړ یې له ځان سره نه لاره او تلفات یې د تیر کال د همدې مودې پرتله ۳۰ سلنه لوړ شول. له دې سره افغان امنیتي ځواکونه کیدای شي سږ کال د تیر کال په پرتله ۴۵۰ ډیر سرتیري له لاسه ورکړي.

که څه هم پر افغان ځواکونو ډیر پیسې مصرف شوي دي، خو هغوی اوس هم درنې وسلې، هوايي ځواک او کافي تجهیزات نه لري. وردک ویلي دي چې که امریکا متحده ایالات افغان ځواکونو ته نورې وسلې ور نه کړي نو د طالبانو پر وړاندې مبارزه کول به یو ستونزمن کار وي.

طالبانو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې پر افغان ځواکونو باندې برید ورکړ او ۱۰ سرتیري یې ووژل. همدا اوس هم د افغانستان په بیلابیلو برخو کې سخته جگړه روانه ده. خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د خاصو عملیاتو پخوانی مشاور سیت جونز، وايي چې دا طالبان نه دي چې د افغان پوځ له پاره تر ټولو لوی گواښ رامنځ ته کوي.

هغه وايي چې که افغانستان کې د نوي رامنځ ته شوي حکومت ائتلاف چې د ولسمشر اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله، ترمنځ دی مات شي نو د دې امکان شته چې امنيتي ځواکونه هم په څو ټوټو تقسیم شي ځکه د هغه په خبره دغه پوځ له پخوا لا په یوه ماتیدونکي حال کې دی.

سیت جونز وایي چې دغه وضعیت د طالبانو پر مختگ ته لاره هوارولای شي، خو هغه په عین حال کې باور لري چې ښه رهبري او مدیریت کولای شي چې پوځ واحد او یو موټې وساتي.

له بلې خوا بیا جنرال بن بترست، چې د افغانستان د دفاع وزارت له پاره د نړیوالو ځواکونو د مشاور مرستیال او په افغانستان کې د بریتانیاوي ځواکونو قوماندان دي، وايي چې نړیوال ځواکونه په پوځ کې د قومي اختلافاتو رامنځ ته کیدل جدي بولي او له همدې کبله د هغې د نه رامنځ ته کیدو له پاره کار کوي.

هغه وايي: «تاسو وگورئ چې هغوی [افغان پوځ] د ټاکنو په نامعلومې مودې کې څرنگه عمل کړی دی. هغوی یوځای او واحد پاتې شوي دي.» هغه زیاتوي: «هو، په دې اړه له موږ سره اندیښنه موجوده ده خو کله چې تاسو شواهد وویني نو څرگندیږي چې دغسې یو وضعیت تراوسه پورې نه دی رامنځ ته شوی. زه فکر کوم چې په ملي پوځ کې داسې یو ډول ویاړ موجود دی چې هغوی د دې هیواد ساتونکي دي او دا چې هغوی سیاسي عمل نه کوي.»

افغان ملي اردو همدا اوس ۱۹۵۰۰۰ سرتیري لري چې له پولیسو او نورو ځواکونو سره د ټولو افغان امنیتي ځواکونو شمیر ۳۵۰۰۰۰ تنو ته رسیږي. دغه ځواکونه به هر کال شاوخوا ۴،۱ میلیونه ډالر لگښت ولري چې یوازې ۵۰۰ میلیونه ډالر یې د افغان حکومت له خوا ورکول کیږي.