1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان پوليسو د امنیت کابو کولو لپاره کمپاین پېل کړ

خليل الرحمن اُمېد۱۳۹۳ آذر ۹, یکشنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نا امنیو او ځانمرګو بریدونو په ډېرېدو سره له خلکو مرسته غوښتې. ياد وزارت د ځانګړو پاڼو په وېشلو سره له خلکو غوښتي چې د مشکوکو کسانو په اړه معلومات ورکړي.

https://p.dw.com/p/1DxHg
انځور: S. Marai/AFP/Getty Images

کابل په دې وروستیو ورځو کې د ګڼو ځانوژونکو بریدونو شاهد شوی چې وروستۍ پېښه پکې د شنبې په ماښام (د ۲۰۱۴ م د نوامبر ۲۹مه نېټه) د دغه ښار په دریمه کارته کې پر یوې بهرنۍ موسسې برید و. د دغه بريد له کبله ۳ تنه بهرني ملکیان ووژل شول.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویلي چې ټول ځواکونه د تیارسۍ په حال کې دي او کابل ته ننوتونکې لارې په ځیرتیا سره کتل کیږي. پوليسو د امنيت د بهتره کولو په موخه يو کامپاين هم پېل کړ.

له پولیسو سره د عامو خلکو د مرستې دغه کمپاین نن د یک شنبې په ورځ (د نوامبر ۳۰مه) پیل شو چې پر کابل سره بېره به ولایتونو ته هم وغځیږي. د کمپاین پر پاڼو هغه ځانګړې شمېرې لیکل شوي چې په بېړنۍ توګه پولیس د شک سیمې ته رسولی شي.

«خلک بايد تروريستان وپېژني»

د دې کمپاین په اړه د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د یوه کنفرانس پر مهال د ۱۳۹۳ کال د لیندۍ میاشتې پر نهمه نېټه وويل: «موږ نن یو کمپاین پیلوو،‌ تر څو د افغانستان خلک په خاصه توګه د کابل اوسیدونکي تروریستان وپېژني، هغه تروریستان چې د عامو خلکو‌ په جامه کې راځي یا حتا د امنیتي ځواکونو‌ په یونیفورم کې. دا باید وپېژندل شي او هغه ځای یې هم موږ ته په ګوته کړي‌ چې هغوی پکې اوسي.»

سره له دې چې په کابل کې د وېرې فضا خپره شوې بیا هم د جمعې په ورځ (د نوامبر ۲۸مه) د ملي امنیت ویاند ویلي چې د وسله والو مخالفینو له ۱۰۰ پلان شویو بریدونو څخه یوازې درې یې موخې ته رسیږي.

خو نظامي کار پوه جنرال عتيق الله امرخېل بیا وايي‌ که ملي امنیت د ۹۷ سلنه پېښو مخنوی کړی په لویه کچه دلته موخې ته هم رسېدلي دي.

د کابل د امنیه قوماندان استعفی

جنرال ظاهر ظاهر استعفی وړاندي کړه
جنرال ظاهر ظاهر استعفی وړاندي کړهانځور: imago/Xinhua

په دې خاطر چې په کابل کې وروستي بریدونه ډېر شوي نو د دغه ولایت امنیه قوماندان جنرال ظاهر ظاهر هم د يکشنبې په ورځ (د نوامبر ۳۰مه) استعفی ورکړه. جنرال ظاهر په ۱۳۹۲ لمریز کال کې په یاده دنده پیل کړی او پر مهال یې د انسان تښتونې او غلو لوی بانډونه هم نیولي دي چې له ډلې څخه یې د حبیب استالف نوم د يادولو وړ دی.

ظاهر تر خپلې استعفا څو شېبې وړاندې د کورنیو چارو وزارت له ویاند سره په ګډ کنفرانس کې وویل چې د ملکي خلکو د ژغورنې له پاره یې تر خپله وسه کار کړی دی. هغه وویل:« زموږ دنده جګړه او د خلکو ژغورنه ده، که موږ مړه هم شو پروا نه لري خو یو افغان ماشوم، ښځه او سړی باید شهید نه شي. موږ تر ځان بل خوږ شی نه لرو خو هغه هم تر دوی قربانوو.»

وسله وال مخالفین څه غواړي؟

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بیا وايي چې طالبان او د هغوی پلویان غواړي خلکو ته دا ورسوي چې د ملي یووالي حکومت د امنیت د خوندیتوب توان نه لري. هغه وویل: « د دې بریدونو تر شا ډېر دلایل او عاملونه شته. خو مهم دا دي چې متاسفانه د سیمې تروریستان لکه طالبان، پاکستاني طالبان، حقاني شبکه، القاعده، لشکر طیبه، او لشکر جهنګوي یې تر شا لاس لري.»

ورته مهال د کورنیو چارو وزارت د ځانمرګو بریدونو د ډېرېدو یو لامل له امریکا او ناټو سره د امنیتي تړونونو لاسلیک کېدل او له دواړو جرګو پاس کېدل په ګوته کوي.

صدیقي وايي د یادو تړونونو لاسلیک ګاونډیو ته څرګند پیغام درلود او هغه دا دی چې « افغانستان یوازې نه پرېښودل کیږي.» صديقي زياته کړه ‌چې له همدې کبله هغه ډلې چې بیرته یې د افغانستان د نیولو خوبونه لیدل مایوسه شوې او په ځانمرګو بریدونو یې لاس پورې کړی دی.

«نيابتي جګړه»


خو نظامي کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل بیا د بریدونو لاملونه نور بولي او وايي چې افغان سیاستوال د کابينې پر چارو بوخت دي او امنیت یې له پامه غورځولی چې وسله وال مخالین ترې ګټه اخلي. هغه له المان غږ راډیو سره په یوه مرکه کې وویل چې ګاونډی استخبارات او وسله والې ډلې غواړي پر نوي حکومت د خلکو باور له منځه یوسي او دا حکومت ورته کمزوری وپېژني. امرخېل وايي چي « په ګډ وډیو کې یو شمېر هغه داخلي کړۍ هم لاس لري چې په خړو اوبو کې ماهیان نیسي.»

عتيق الله امرخېل زياته کړه:« په هر صورت دا داخلي کړۍ په بې نظمیو کې خپلې ګټې ویني. دوی قاچاق کولی شي، ځمکې غصبولی شي، هره نادوده چې کوي د پیسو پیدا کولو او څوکۍ تر لاسه کولو له پاره یې کوي.» امرخېل روانه جګړه نیابتي بولي او وايي چې له همدې کبله یې پر ښارونو تمرکز ډېر شوی دی.

د امرخېل په وينا له پاکستاني چارواکو سره د ښاغلي غني جدي خبرې لامل شوې چې دلته بریدونه نور هم زیات شي او افغان حکومت ته وښايي چې هغوی څومره د افغانستان په نا امنۍ کې لاس لري.