1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان پلاوی له طالبانو سره د خبرو له پاره پاکستان ته تللی

۱۳۹۴ تیر ۱۶, سه‌شنبه

افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو اترو په موخه پاکستان ته یو پلاوي استولی. تر دې مخکې طالبانو په نورو هیوادونو کې له کابل څخه تللو پلاوو سره خبرې کړې وې خو په وروستیو کلونو کې دا لومړي ځل دي چې د رسمي مذاکراتو خبره کیږي.

https://p.dw.com/p/1Fu0l
انځور: AP

ولسمشرۍ ماڼې د سه شنبې په ورځ په خپله تویتر پاڼه کې دغه موضوع تایید کړې ده. د ارګ په رسمي تویتر پاڼه کې راغلي دي: «د افغانستان د سولې عالي شورا یوه پلاوي پاکستان ته د سولې خبرو اترو له پاره سفر کړی دی.»

تر دې مخکې څو وارې له کابل څخه تللو پلاو په بیلابیلو هیوادونو کې له طالبانو سره غیر رسمې خبرې اترې کړې وي. خو هر ځل هم افغان حکومت او هم طالبانو ټینګار کاوه چې ترسره کیدونکې خبرې اترې غیر رسمې دي او د دې په موخه چې د رسمي خبرو اترو ته لاره هواره کړي، ترسره کیږي.

په دې ترتیب سره نو د تیر کال په سپتمبر میاشت کې د ولسمشر غني د کار د پیلیدو راهیسې لومړی ځل دي چې افغان حکومت یوه بل هیواد ته د سولې د خبرو اترو په موخه د یوه پلاوي د استولو خبره کوي.

په داسې حال کې چې ولسمشرۍ ماڼۍ د دې موضوع په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، رسنیو د داسې سرچینو په حواله چې نوم یې نه دي اخیستل شوي رپوټ ورکړی دی چې په استول شوي پلاوي کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی هم شامل دی.

که افغان حکومت او طالبان په پاکستان کې په رسمي توګه خبرې اترې پیل کړي، نو دا به سولې ته د رسیدو په موخه یو لوی ګام وي ځکه تر دې مخکې تل طالبانو له افغان حکومت سره له خبرو کولو ډډه کړې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب