1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان پانگوال راتلونکي ته خوشبين دي

حسين سيرت/ کابل۱۳۹۲ خرداد ۱۵, چهارشنبه

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې په دغه هيواد کې د کاروبار د وضعیت په اړه د یوې څیړنې په خپرولو سره ویلي دي چې افغان پانګوال او سوداګر د ۲۰۱۴ کال په اړه اندیښمن نه دي. (انځور له آرشيفه)

https://p.dw.com/p/18k6f
Afghanistan Nationale Wirtschaftsausstellung

خو د سوداګرۍ او صنایع خونې رئیس قربان حقجو د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳کال د جون ۵) په کابل کې د دغه څیړنې د اعلانولو پرمهال خبریالانو ته وویل: «سره له دې چې په ټولنه او په زیاته بیا په خصوصي سیکتور کې یو ډول ناهیلي حاکمه ده، خو له نیکه مرغه له هغو کسانو څخه چې د سروې په ترڅ کې پوښتن ځني شوي دي، د افغانستان د راتلونکي اقتصادي حالت په اړه خوشبینه دي.»

د سوداګرۍ خونې مسئولین وایي چې د افغان دولت د اصلاحاتو او ادارې فساد پر ضد مبارزې په برخه کې تلاښونو په خصوصي سیکتور کې د راتلونکي په اړه تاثیرات لرلي دي.

ښاغلي حقجو زیاته کړه چې پانګه اچوونکو ته د ځمکو د ویش ژمنې او د مالیاتو بخښل هم د راتلونکي په اړه د پانګوالو د خوشبینۍ لامل ګرځیدلی دی. خو هغه له افغان حکومت څخه وغوښتل چې په دې برخه کې يې کومې ژمنې کړي دي هغه عملي کړي. دغه بر رسي د بیلګې په توګه په کابل او مزار شریف کې تر سره شوې ده.

د سوداګرۍ خونه وایي چې له دې وروسته به په هرو درو میاشتو کې د تجارت او پانګه اچونې د وضعیت په اړه یوه څیړنه تر سره کوي، ترڅو پالیسي جوړونکي د اقتصادي اړتیاو په پام کې نیولو سره تصمیم ونیسي.

په هرات کي د ورېښمو يوه فابريکه
په هرات کي د ورېښمو يوه فابريکهانځور: Getty Images

له موجوده وضعې نا رضایتي

دغه څیړنه دا هم په ډاگه کوي چې فساد او نا امني، د پانګه اچونې او سوداګرۍ پر وړاندي تر ټولو لویه ستونزه ده.

ښاغلي حقجو وړاندې وویل: «له ټولو هغو کسانو څخه چې په دغه سروې کې پوښتني شوي، د اوسنۍ وضعې په اړه ناخوښه دي. د امنیت نشتوالی، بریښنا او پورونو ته نه لاس رسی، په ځانګړې توګه په ګمرکونو او مستوفیتونو کې ادارې فساد او په داوطلبیو کې د شفافیت نشتوالی د نارضایتۍ اصلي لاملونه دي.»

د سوداګرۍ خونې مسئولین وایي چې د کاري قوې کموالی د افغانستان د اقتصادي ودې د پرمختګ پر وړاندي یو له اصلي خنډونو څخه دی. د سوداګرۍ خوني مرستیال خان جان الکوزی وایي چې په اوس وخت کې ۲۵ زره خارجي کاریګر د افغانستان په فابریکو او نورو برخو کې کې کار کوي، خو افغان کاریګر د نوو مهارتونو د نه درلودلو له امله کارونو ته نه جذبیږي. هغه زیاته کړه:

«زموږ له جدي ستونزو څخه یوه هم د مسلکي کارګرو نه شتون دی. اوس وخت هغه کاریګر په درد نه خوري چې یوازي عادي سواد ولري. بلکې کاریګر باید د تکنالوژۍ، سیستم او معاصر علم په برخه کې مجهز وي.»

الکوزي زیاته کړه چې افغان دولت مسئولیت لري چې د کاریګرو د مسلکي کیدو له پاره غوره لاري چارې ولټوي او په خصوصي سیکتور کې د حرفوي کاري قوت د کمبود ستونزه له منځه یوسي.

په دغه څیړنه کې د کاروبار د وضعې په اړه د ۵۹۰ تنو پانګوالو او تجارانو څخه پوښتنې شوي دي. زیاتره پانګوالو ویلي دي چې له اوسنۍ وضعې څخه ناراضه دي، خو د راتلونکي په اړه هیله مند دي.

د کابل په ښار کې ۵۲ سلنه پانګوالو ویلي دي چې د راتلونکي په اړه خوشبینه دي او د ۲۰۱۴کال په اړه اندیښنه نه لري.

څیړنه دا هم ښیي چې کوچني شرکتونه او پانګوال تر نورو ډیر ناراضه دي. د دې ناخوښۍ علت د خپلو ستونزو د حلولو په برخه کې مربوطه مقاماتو ته نه لاس رسۍ ښوول شوی دی.