1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ایران څخه د افغانانو د اخراج لړۍ

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ خرداد ۱۳, جمعه

له ایران څخه افغانستان ته اخراج شوې افغانان وايي چې تیره ورځ د تهران او مشهد په ښارونو کي د خپل کډوالۍ د اسنادو د ترلاسه کیدو پر وخت له صف څخه ایستل شوي او په زوره د اسلام کلا له لارې افغانستان ته شړل شوې.

https://p.dw.com/p/4CEgQ
Flüchtlinge
آرشیف انځورانځور: ISNA

ایران له څه مودې راهيسي هغو افغانانو ته څلور میاشتنې د استوګني د کارتونو د ویش لړۍ پیل کړې چې هلته اوسیږې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت څه موده مخکې ویلې وو چې ټول افغان کډوال چې په دې هیواد کې استوګن دي باید تر ټاکل شوې مودې پورې د کډوالۍ پاڼي ترلاسه کړي چې د مهاجرو په توګه وپیژندل شې، کنه ورسره قانوني چلند کیږې. خو تیره ورځ هرات ولایت ته یو زیات شمیر افغانان راړول شوې چې په خبره یې لومړی ورته وخت ورکړل شوی وو چې هغوی ته اسناد ورکول کیږې کله چې دوی نوبت ته ولاړ وو له صف څخه ایستل شوې او په زوره افغانستان ته را شړل شوې.

Grenzregion zwischen Iran und Afghanistan bei Sarandsch
هره ورځ ډیر شمیر افغانان له خپل هیواد څخه په غیر قانوني ډول ایران ته اوړيانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

نجیب الله چې په مشهد کې شپږ کاله کیږې ژوند کوي وايي چې د کډوالۍ د کارت وخت پوره شوی وو چې د دې اعلان سره سم یې نوم لیکنه وکړه چې څلورمیاشتنۍ پاڼي ترلاسه کړي، خو خبر نه وو چې هرات ته به اخراج شي.

یاد افغان وايي دا ډېره ظالمانه پریکړه ده چې ته د یوې خوا د خپل هرڅه ناخبره او له بله خوا د قانوني پروسې د ثبت له لیست څخه تر ایستلو وروسته اخراج شي: «د مشهد په امام رضا واټ کي ما کار کاوه. موږ ته وويل شول چې راشئ مهاجر کارتونه واخلئ ترڅو بیا مو مزاحمت ونه شې، خو کله چې په صف کې ولاړ وو ماموران راغلل د ټولو له مینځه یې ۲۵۰ تر درې سوه نفره وایستل. ویې ویل چې تاسو ته بل ځای کارتونه درکوو خو وروسته چې مو وکتل ټول یې کمپ ته انتقال او وروسته یې افغانستان ته را ولیږلو چې حتې پیسې مو د صاحب کار سره پاتې شوې.»

محمد یاسر هغه افغان دی چې څو کاله کیږې په ایران کي له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي. د ده په خبره کډوالو ته د کارتونو په ورکړه کې ډېري ستونزي دي. هغه وايي لومړی دا چې یاد کارتونه د پیسو په بدل کي ورکول کیږي ګټه یې د ایران حکومت ته رسیږې بله خبره دا ده چې دا کارتونه یوازی د څلورو میاشتو له پاره دي او په هر ښار کې چې صادر شي بیا پرې بل ښار ته تګ راتګ نه کیږې.

Grenzregion zwischen Iran und Afghanistan bei Sarandsch
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

هغه وايي اصلي خبره خو دا ده چې نور هره ورځ چي ایران وغواړي افغان کډوال اخراج کړي ټول هویت یې ثبت او په یوه ورځ زرګونه کسان په لاس ورځي او راباسي به یې. د هغه په خبره دې برخه کي ظاهراً د افغانانو له پاره تر ګټي تاوان ډیر دی: «د همدې میاشتې تر ولسمې نېټې پوري د مهاجرو هویت ثبتیږې د پیسو په بدل کي مهاجرو ته پاڼي ورکوي، خو ډیر کسان چې د دوی په خوښه نه وي په دې نوم غوښتل شوې او له ایرانه ایستل شوي.»

بل لور په هرات کي د اسلام کلا د سرحدي ګمرک کمیسارۍ مرستیال همایون همت دويچه ويله ته وویل: «پرون هم د اسلام کلا له لارې د درې نیم تر څلور سوو کسانو پوري اخراج شوي چې په ډله کې یې ډېرې کورنۍ هم شته او په ورستیو کې چې لیدل کیږې د مجردانو په پرتله ایران ډېري کورنۍ اخراجوي.»

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل