1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان مهاجرو لپاره د لا زياتو مرستو غوښتنه

۱۳۹۵ بهمن ۳, یکشنبه

ملګرو ملتونو د شنبې په ورځ په يوه بیان کې د افغان مهاجرو او بيځایه شويو کورنيو لپاره د پنځه نيم سوه ميليونو ډالرو د مرستې غوښتنه وکړه. تمه ده چې سږکال به له يو ميليون څخه زيات افغان مهاجر خپل هيواد ته واستول شي.

https://p.dw.com/p/2WCqc
Binnenflüchtlinge in Kabul
انځور: DW/H.Sirat

ملګرو ملتونو د افغان مهاجرو او بيځایه شويو کورنيو لپاره د پنځه نيم سوه ميليونو ډالرو د مرستې غوښتنه وکړه. تمه ده چې سږکال به له يو ميليون څخه زيات افغان مهاجر خپل هيواد ته واستول شي.

ملګري ملتونه وايي چې اوس مهال د افغانستان يو دريمه برخه خلک عاجلو مرستو ته اړتيا لري. د دغه سازمان په وينا تيرکال د اړو افغانانو په شميره کې ۱۳ سلنه زياتوالی رامنځ ته شو چې دې سره اوس ۹ اعشاريه ۱۰ ميليونه افغانان د مرستو په تمه دي.

ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري ستونزو ستر لامل د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ روانې جکړې ښيي او ترڅنګ په تيرکال کې له پاکستان او ايران څخه د زيات شمير افغان مهاجرو ستنيدل هم په ګوته کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د برخې کارمارک باوډن له لورې په يوه خپور شوي بيان کې افغانانو سره د مرستې غوښتنه شوې ده. په دغه بيان کې ذکر شوي دي چې نړيوال دې د بشردوستۍ او ورولۍ له مخې، افغانانو سره چې د ژوند له خطرونو څخه مخ دي خپلې مرستې زياتې کړي.

ملګرو ملتونو ويلي دي چې حاضردمه په افغانستان کې نژدې نيم ميليون وکړي د جګړو له امله د خپلو کورنو پريښودو ته اړ شوي دي. دغه اداره وايي چې همدا شان تيرکال له ايران او پاکستان څخه هم نژدې ۶۰۰ زره مهاجر بيرته افغانستان ته ستانه شول چې دغه ټول وکړي مرستو ته اړتيا لري.

په بيان کې راغلي دي چې تمه ده سږکال له يو ميليون څخه زيات نور افغان مهاجر هم  بيرته افغانستان ته واستول شي، چې هغوی هم د مرستو غوښتونکي دي.

که څه هم افغانستان د تيرو پنځلسو کلونو په ترڅ کې له بهرنيو ملکونو څخه په ميليونونو ډالرو مرستې ترلاسه کړي، خو لا هم زيات شمير افغانان د ناامنيو ترڅنګ د بد اقتصادي وضعيت څخه کړيږي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (29.10.2016):