1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان لوبډله د آسیا جام غوراوي سیالیو ته چمتووالی نیسي

۱۳۹۴ بهمن ۲۲, پنجشنبه

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله دا مهال په هند کې ده او د آسیا جام د غوراوي سیالیو ته چمتووالی نیسي. د غوراوي پړاو سیالیو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه د فيبرورۍ میاشتې پر ۱۹مه نېټه له متحدو عربي آماراتو سره کوي.

https://p.dw.com/p/1Htb2
Cricket Australien Afghanistan ICC Cricket World Match
انځور: Getty Images/ Will Russell

په پام کې ده چې د افغانستان، متحدو عربي آماراتو، هانکانگ او عمان کرکیټ لوبډلو څخه یوه به یې د ایشیا کپ، یا آسیا جام ته لار ومومي. هره لوبډله به درې، درې لوبې وکړي. گټونکي لوبډله به په دغه جام کې له سریلانکا، هند، پاکستان او بنگله دیش سره خپل بخت ازمایي. د آسیا جام سیالۍ په بنگله دیش کې د روانۍ میلادي میاشتې له ۲۴ نیټې څخه پیلیږي.

دا مهال د افغانستان ملي لوبډله په هند کې ده او د غوراوي پړاو سیالیو ته چمتووالی نیسي. د غوراوي پړاو سیالۍ هم په بنگله دیش کې کیږي.

افغانستان به د فبروري میاشتې پر ۱۹ نېټه خپله لومړۍ لوبه له متحدو عربي آماراتو سره وکړي. همداشاه خپله دوهمه لوبه به د فيبرورۍ مياشتي پر شلمه له عمان او خپله دریمه او وروستۍ لوبه د فيبروري میاشتې پر ۲۲مه نېټه له هانکانگ سره وکړي. له دغو څلورو ټیمونو څخه به بیا دوه ټیمونه چې تر ټولو زیاتي لوبې یې گټلي وي په خپل منځ کې وروستۍ لوبه وکړي او هغه به د آسیا جام سیالیو ته لار ومومي.

افغانستان خپله پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کريکټ بورډ د غوراوي کمېټې تیره ورځ د آسیا جام او شل اووریز نړیوال جام سیالیو له پاره پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړه. د آسیا جام له پاره په لوبډله کې اصغر ستانکزی (لوبډلمشر)، محمد شهزاد، نور علي ځدراڼ، عثمان غني، محمد نبي عیسی خیل، کریم صادق، شفیق الله شفق، راشد ارمان، حمزه هوتک، دولت ځدراڼ، شاه پور ځدراڼ، گلبدین نایب، سمیع الله شینواری، نجیب الله ځدران او یمین احمدزی غوره شوي دي.

په احتیاطي لوبغاړو کې میرویس اشرف، روښان بارکزی، نجیب تره کی او فرید ملک غوره شوي دي. دا وار په آسیا جام او همداشان شل اووریز جام سیالیو له پاره پخوانی کپتان او توپ وهونکی نوروز منگل په لوبډله کې شامل نه دی.

د شل اووریز نړیوال جام سیالیو له پاره په لوبډله کې تیز توپ اچونکی حمید حسن هم شامل دی. یمین احمدزی بیا د نړیوال جام سیالیو په احتیاطي لوبغاړو کې شامل دی او فرید ملک په لوبډله کې نه شته.