1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان فرهنگيان: د نيمروز د لرغونو آثارو وضعې اندېښمن کړي يو

۱۳۸۹ بهمن ۱۶, شنبه

په نیمروز کي فرهنګیان اوسیمه ایزه وګړي د لرغونو اثارو وضعیت ته اندېښمن دي. دوی وايي چي په خپل سر سپړنو په ډيرو ځايونو کي د لرغونو ودانيو د تخريب امکان رامنځ ته کړی دی.

https://p.dw.com/p/QyT4
انځور: Pahjwok Afghan News

د اړونده چارو دولتي چارواکي د ستونزې تاييد کوي او زياتوي چي پښکي د اېران هيواد بعضو اطباعو لاس شته.


د نیمروز په لرغونو ځایونو کي د خپل سره سپړنو او لرغونو اثارو د غلا په هکله يو شمېر خبرونه خپاره سوي دي. یل کیږي چي پدې کاروبار کي ګاونډي هیوادونه ښکیل دي. په سیمه کي ګڼه ولسي خلکو او فرهنګیانو یې دمخنیوي په غوښتنه وضعیت ته په اندیښنې څرګندولو سره د دولت څخه د لرغونو اثارو د ساتنې هیله لرله.


د دا ډول کسانو څخه یو هم د اړونده چارو کارپوه شیخ احمدمحیب دی. نوموړي وويل چي که لرغونو ودانیو کي د خپل سره پلټنو او قاچاق مخه ونه نیول شي د له منځه تللو وېره یې شته.


د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور ریس امان الله عبیدي نه یوازي دا چي د خلکو دغه نیوکي رد نه کړلې بلکه ویویل چي په بېلابیلو سیمو کي دغه ستونزه شته او دا چي ګاونډی هیواد ایران ته غلا شوي توکي قچاقیږی. نوموړي وويل:


«نیمروز د لرغونوآثارو له نظره یو بډای ولایت دی. له بده مرغه ساتنې ته یې ځانګړې پاملرنه نده شوې. ګڼه ودانۍ يې د ورانۍ په حال کي دي. له بل پلوه د غلا او سپړنو پیښي یې هم زیاتي شوي دي چي یوه بېلګه یې په دا وروستیو کي د 3 تنو ایرانیانو نیول یادولی شم. دغه کسان په 40 برجه سیمه کي غیرقانوني سپړنو کي د غلا په مهال ونیول شول.»


عبیدي زیاته کړه چي په دغه سیمه کي د ایراني اطباعو نیولو په ډاګه کړه چي د بهرني هیوادونه اطباع زمونږ د لرغونو اثارو په له منځه وړلو او تخریب کي ښکېل دي.


نیمروز دلرغونې سیستان دتاریخي دورې یوه مهمه سیمه یادیږی. دتاریخي روایاتو په اساس یې 40 برجه کلا، نادعلي، شهرتک او څه نوري سیمې پېژندل شوي دي کومې چي دیوې هغې د بیا ودانی ګام یې عملا ندی اخیستل شوی بلکه برخلاف دا دی د تخریب اندیښنه یې هم راپیدا شوه.


شريف شرفيار / هرات
کتونکی: احمدولي اڅکزی