1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان سوداګرو په احتجاج لاس پوري کړی

۱۳۸۹ دی ۱۳, دوشنبه

په داسي حال کي چي په افغانستان د ژمي په رارسيدوسره د خوراکي او استهلاکي توکو بيي لوړي سويدي سوداګرو هيواد ته د مالونو د واريدولو څخه لاس اخستی.

https://p.dw.com/p/Qlw0
د پاکستان او افغانستان سرحد
د پاکستان او افغانستان سرحدانځور: AP

ملي سوداګرو د مالې وزارت لخوا پر ځينو شياسنو د تعرفو د لوړولو له امله په احتجاجونو لاس پوري کړی او د هيواد په مرکز او ولاياتو کي ګڼو سوداګرو په ګمرکونو کي د مالونو د محصول کولونه ډډه کړې او د مالونو ډکي لارۍ يې د ګمرکونومخه ته د رولي دي.

د بله پلوه ددرو مياشتو راهيسي د پاکستان د کراچۍ په بندر کي لس زره لارۍ ولاړي دي او د پاکستان د حکومت لخوا ورباندي دمرج لګول سوي دي او د ليږدوني اجازه نه ورکوي.

په دې وروستيو کي د ايران دولت هم په سلګونو د تيلو ټانکرونه په بندرکي درولي دي او د افغانستان دننه يې نه پريږدي.

د علي بابا د تجارتي شرکت ريس عتيق الله مومن زاده وايي چي د مالې وزارت لخوا د تعرفو په لوړولو سره سوداګر راپاريدلي او د احتجاج په توګه نه غواړي خپل مالونه په ګمرکاتوکي محصول کړي.

د سوداګرۍ اوصنايعو د خونو مرستيال خان جان الکوزی وايي چي د ماليې وزارت وروستي اقدامات د سوداګرو لپاره د منلو وړ نه دي. هغه له دولت نه غوښتنه وکړه چي سوداګرو ته د استانتياو د برابرولو لپاره بايد د پاکستاني مقاماتو سره خبري وسي چي په کراچۍ کي ولاړو مالونوته د ليږدوني اجازه ورکړي او د مرج ترې ليري کړي.

خو د ماليې وزارت د ګمرکاتو او عوايدو معين سيد مبين شاه وايي چي، پر لومړنيو او خوراکي موادو تجارتي تعرفي نه دي لوړي سوي.

د هغه په خبره، د هغو شيانو تعرفې لوړي سوي چي په لو مړنيو اړتياو کي نه راځي او د سوداګرو سره په ناسته او مشوره به يې نوري ستونزي هم وڅيړل سي.

اقتصادي کارپوهان وايي چي افغانستان چي د يو مخه يو وارداتي هيواد دی دا مهال يې ټولي اړتياوي د ګاونډيو هيوادونو په تيره بيا، پاکستان څخه ترلاسه کيږي او افغانستان ډير ښه مارکيټ دی خو بيا هم پاکستاني مقاماتو افغاني سوداګرو ته د ډيرو استانتياو د ورکولو ژمني کړي دي خوعمل يي پري نه دی کړی.

جمال کوټوال/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل