1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان سرتیری د مرگ په سزا محکوم شو

۱۳۹۱ تیر ۲۷, سه‌شنبه

یوې پوځي محکمې هغه افغان سرتیری د مرګ په سزا محکوم کړی دئ چې د روان کال په جنوري میاشت کې ئې خپل پنځه فرانسوي روزونکي وژلي ول. تر دې پېښي وروسته فرانسې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د راایستلو پریکړه وکړه.

https://p.dw.com/p/15Yyb
انځور: MEHR

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي، د سه شنبې په ورځ وویل چې په کابل کې یوې پوځي محکمې د دغه سرتیري د اعدامولو پریکړه کړې ده.

دغه افغان سرتیری صبور نومیږي چې د روان کال د جنوري په میاشت کې ئې د کاپیسا ولایت په تگاب ولسوالۍ کې خپل پنځه فرانسوي روزونکي ووژل. دغو فرانسوي سرتیرو له ځان سره وسلې نه لرلې ځکه چې هغوی پخپله اډه کې د منډو په حال کې ول.

کله چې صبور پر دې فرانسوي روزونکو باندې ډزې وکړې څلور تنه ځای پر ځای ووژل شول او ۱۵ تنه نور ټپیان شول. یو بل فرانسوي سرتیری چې په همدې برید کې تپي شوی وو څو ورځې وروسته د خپلو ټپونو له امله ومړ.

په افغانستان کې د فرانسوي ځواکونو تلفاتو د فرانسې نوی ولسمشر فرانسوا اولاند، دې ته وهڅوه چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه له پلان شوې نیټې څخه مخکې راوباسي.

په دې ترتیب سره نو فرانسه له افغانستان څخه خپل ځواکونه د روان کال تر پایه پورې راباسي خو د ناټو پاتې غړي به په دې هیواد کې خپل پوځي عملیاتو ته تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم دوام ورکړي.

د افغان ځواکونو له خوه پر بهرنیو باندې په بریدونو کې ډیروالی

په وروستیو کې د افغان ځواکونو له خوا پر خپلو بهرنیو ملگرو باندې په بریدونو کې ډیروالی راغلی دئ. د روانې میاشتې په لومړیو ورځو کې د هلمند په ولایت کې یوه وگړي چې د افغان امنیتي ځواکونو یونیفورم ئې پر تن وو، درې بریتانیايي سرتیري ووژل.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې مجرمین د اعدام په سزا محکومیدای شي خو ولسمشر کرزي د خپلې واکمنۍ په موده کې د ډیرو کمو وگړو د اعدام حکمونه لاسلیک کړي دي. د هغو کسانو له ډلې څخه چې ورته د اعدام سزا ورکړل شوي ده، ډیری ئې اوس هم په زندانونو کې دي.

په افغانستان کې د وروستي ځل له پاره دوه کسان د ۲۰۱۱ کال د جون په میاشت کې اعدام شول. هغوی د جلال آباد پر ښار کې پر یوه بانک باندې برید کړی وو چې پکښې ۳۸ کسان وژل شوي ول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض