1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان زده کوونکو د ملالې د روغیدو دعا وکړه

۱۳۹۱ مهر ۲۲, شنبه

د افغانستان په ښوونځیو کې د ملالي یوسفزی د روغتیا دعا وشوه. دغه ۱۴ نجلۍ د سه شنبې په ورځ د پاکستاني طالبانو له خوا وویشل شوه. دې د نجونو د زده کړې له پاره کمپاین کاوه.

https://p.dw.com/p/16PUR
pixel
انځور: picture-alliance/dpa

افغان چارواکو ویلي دي چې په ښوونځیو کې ملاله یوسفزۍ ته دعا کول له هغې سره د همدردي او یووالي ښوول دي. پر افغانستان سربیره د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې پر ملاله یوسفزی باندې برید په کلکو ټکو غندل شوی وو.

د افغانستان د معارف وزارت ویاند امان الله ایمان، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې افغان زده کوونکو د ملالې د ژر ښه کیدو له پاره دعا کړې ده. هغه زیاته کړې ده: «د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې له ۱۵۵۰۰ څخه په ډیرو ښوونځیو کې شاوخوا ۹.۵ میلیونه افغان زده کوونکو د ملاله د ژر ښه کیدو دعا وکړه. هغوی دا کار له ملالې سره د همدردې ښوولو له پاره کړی دئ.»

ښاغلي ایمان زیاته کړه چې افغان زده کوونکو له دې لارې له ملاله سره خپله یووالی ښکاره کړه: «زده کوونکو همداراز له خپلې خور ملالې سره یووالی څرگند کړ، ځکه پر هغې باندې برید پر زده کړې باندې برید دئ.»

یوې افغانې زده کوونکې چې فرشته نومیږې د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «ملاله زموږ په شان یوه زده کوونکې ده او ورباندې باید برید و نه شي.» فرشتې زیاته کړه چې هغې د ملاله له پاره د قران شریف ځیني ایتونه قرائت کړل او د هغې په حق کې ئې دعا وکړه.

دا په داسې حال کې چې تر دې یوازې دوه ورځې مخکې د افغانستان په نسبتاً ارامه ولایت بامیانو کې ولسوالو کسانو د نجونو پر یوه ښوونځي باندې برید وکړ او ورته ئې د پام وړ تاوان واړوه. په دې پېښه کې کومې زده کوونکې ته ځانې تاوان نه دئ رسیدلی.

تر ۲۰۰۱ کال مخکې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال نجونو ته ښوونځي ته د تلو اجازه نه ورکول کیده. خو په وروستیو لسو کلونو کې افغانستان په دې برخه کې د پام وړ لاس ته راوړنې لرلي دي.

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)
کتونکی: احمد ولي اڅکزی