1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت: په پوليسو کې سمښتونه راولو

۱۳۸۵ دی ۲۰, چهارشنبه

د افغانستان حکومت اعلان کړی دی چې د پوليسو په برخه کې به ژر تر ژره سمښتونه راولي او د هېوادمشر کرزي وياند کريم رحيمي زياته کړه چې دغه اصلاحات به د پوليسو تر لوړو پوړيو پورې هم ورسېږي. د دغو سمښتونو په اړه د نظامي چارو افغان کارپوه اسدالله ولوالجي، له آلمان غږ راډيو سره په مرکه کې څرگنده کړه:

https://p.dw.com/p/DKBE
انځور: dpa

»د کورنيو چارو په وزارت کې سمښتونه حياتي دي ځکه چې وروستيو جگړو د هېواد په سهيل او سهيل ختيځ کې ښودلې چې د افغانستان پوليس د شورشي ځواکونو په وړاندې د مقابلې توان نه لري.«

د طالبانو له سقوط څخه وروسته د افغانستان پوليسو نه يوازې نوي يونيفورمونه اغوستي دي بلکې په نويو وسايلو هم سمبال شوي دي، خو په دې اړه ښاغلی ولوالجي داسې ادعا کوي:
»د امريکې له چارواکو له خوا داسې نيوکې وشوې چې ښايي هغه وسايل چې دوی د افغانستان پوليسو ته ورکړي وو، د هغوی ځينې برخې پوليسو خرڅ کړي دي.«

عام وگړي داسې انگېري چې د افغانستان په ځينو برخو کې يا خو دا چې مسلکي پوليس نه دي په کار کمارل شوي او يا دا چې په سمه توگه روزنه نه ده ورکړل شوې. دا په داسې حال کې چې د امريکا متحده آيالاتو او آلمان په دې برخه کې يو څو سوه مليونه ډالره لگولي دي.
ولوالجي د افغانانو خپلمنځي اختلافونه او د د افرادو تنظيمي اړيکې او وفاداري هم په دې برخه کې يو لوی خنډ بولي:
»که دا شخصي او تنظيمي اړيکې په نظر کې ونه نيول شي، نو د افغانستان ډېر بچيان شته چې په خپلو کورو کې ناست دي. که سړی په دوی باندې اعتماد وکړي او دوی په کار وگمارل شي به د افغانستان خلک له دغې لانجې څخه راووځي. دلته هر څوک اول خپل قوم په نظر کې نيسي، بيا خپل گوند يا تنظيم او بيا داسې مسائل لکه بډې او رشوت.«