1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت: په سنگين ولسوالۍ کي ۵۰ تنه ملکي وگړي وژل سوي

۱۳۸۹ مرداد ۵, سه‌شنبه

افغان حکومت تاييد کړې ده چي د ناټو ځواکونو په هوايي بمباريو کي ۵۰ تنه ملکي وکړي وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/OVwv
کارپوهان«په افغانستان کي د جگړو ډيری قربانيان ملکي وگړي دي»
کارپوهان«په افغانستان کي د جگړو ډيری قربانيان ملکي وگړي دي»انځور: picture-alliance/ dpa

افغان حکومت د دوشنبې په ورځ وويل چي د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ د ريکي کلي قربانيان ملکي وګړي دي.

د چارواکو په خبره د رواني مياشتي پر ۲۳ نېټه د ريګي پر کلي باندي د هوايي بمباريو په ترځ کي ۵۲ تنه ملکي وګړي وژل سوي دي.

ددې پيښي د پلټني امري ولسمشر حامد کرزي ورکړی و او تر څ کي يې دا روښانه سوه چي ډير ملکي وګړي پکښي وژل سوي دي.

نن ناوخته افغان ولسمشر حامد کرزي د سنګين ولسوالۍ د ريګي کلي هغو اوسېدونکو ته په ټليفوني تماس کي تسليت ويلی دی چي په دې پيښه کي يې د کورنۍ غړي د لاسه ورکړي دي.

ولسمشر حامد کرزي دغه راز يوار بيا په افغانستان کي د ناټو ځواکونو څخه غوښتي دي چي د ملکي خلکو امنيت دي وساتي او د عملياتو پر مهال دي د قيق غور وکړي.

ددې سر يو ځای بيا د ناټو ځواکونو ويلي دي چي «ددوی پلټونو دا ښودلي ده چي په سيمه هيڅ داسي شواهيد نسته چي و ښيي په دې هوايي بمباريو کي دي ملکي وګړي وژل سوي او يا دي يو نفر هم زخمي سوی وی.»

ag/ زيارمل

کتونکی. عبدالباري حکيم