1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت: نوی تعليمي کال به تر بل هر وخت ښه وي

۱۳۸۹ اسفند ۱۵, یکشنبه

د پوهني وزارت داسي يوه پلان ترلاس لاندي لري چي له مخه به يي په نوي تعلیمي کال کښي شاوخوا اته سوه زره نوي ماشومان او لس زره نوي ښوونکي ښوونځيو ته جذب او په کار و گماري.

https://p.dw.com/p/R6iQ
افغان زده کونکي
افغان زده کونکيانځور: DW

د پوهني وزارت تخنيکي مرستيال په وينا، په را روان هجري لمريز کال کي چي ورته د ګوتوپه شمير ورځي پاته دي، د افغان ښونکو شميره څه کم دوه سوه زرو تنو ته رسيږي.

« اميد لرو چي سږ کال به تر اته سوه زرو پوري ماشومان زده کړو ته جذب سي، لس زره به معلمين جذب سي چي له دي سره به د ښونکو شميره يو سل او نوي زرو تنو ته ورسيږي».

افغانستان چي د نالوستو وګړو کچه پکښي په بې ساري توګه لوړه او څه باندي نوي سلنه ښودل کيږي ډيرو ښونکو او ښونځيو ته اړتيا لري.

جنګ جګړي او بي وزلي هغه لاملونه دي چي په زرګونو تنه زدکونکي يي ښونځيو ته له تګ څخه را ګرځولي دي.

د پوهني وزارت شميري ښيي چي دمګړۍ په ملک کي د هغو زدکونکو شميره نهو مليونو ته رسيږي کوم چي په زده کړو بوخت دي.

په داسي حال کي چي دغه شميره د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يوازي څو زره تنو ته رسيده.

د پوهني وزارت په ورته وخت کي د تعليمي کال د ځنډيدو خبره هم کوي.

د پوهني وزارت د تخنيکي مرستيال ننګ په وينا، ټاکل سوي وه چي نوی تعليمي کال نن پيل سي خو دغه کار د هوا د خرابوالي له امله پينځلس ورځي له ځنډ سره مخ سوی دی.

ټاکل سوې چي را روان کال په سلګونو بابه نوي ښونځي هم د هيواد په بيلا بيلو ولايتونو کي هغو ماشومانو ته پرانيستل سي، چي دمګړی تر شنه آسمان لاندي پر سپيرو ډاګونو زده کړي کوي.

د پوهني وزارت چارواکي په ملک کي دننه د هغو ښونځيو شميره ۱۲۵۰۰ ښيي کوم چي ودانۍ لري.

ټاکل سوي چي په ۱۳۹۰ هجري لمريز کال کي به د نړيوال بانک او يو شمير نورو مرستندويو ادارو په همکارۍ د افغانستان په بيلا بيلو ولايتونو کي ۱۰۰۰ بابه نوي ښونځي هم جوړ کړاي سي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل