افغان حکومت د ډير فساد شتون رد کړی
۱۳۸۹ آبان ۶, پنجشنبهد دغه سازمان له لوري د نړۍ په ۱۸۷ هيوادونو کي د فساد د شتون په اړه څيړنه سوي وه.
په رپوټ کي عراق د فاسدو هيوادونو په کتار کي دريم، افغانستان او برما په ګډه دوهم او سوماليا ته لومړۍ مقام ورکړ سوي وو.
اوس د افغانستان لوي څارنوالۍ دغه ارزونه ناسمي بللي او وايي چي له اداري فساد سره په کلکه مبارزه روانه ده.
په ورته وخت کي د شفافيت نړيوال سازمان دا هم ويلي چي د حامد کرزي د کابينې دوه برحال وزيران په فساد تورن دي.
هغه ادعا چي لوي څارنوالي يي نه رد او نه تايدوي خو وايي چي د حکومتي لوړ پوړو او ټيټ پوړو ګڼو چارواکو دوسيې ورسره پرتې دي.
د لوی څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري دا ارزونه او کومي شميرې چي د افغانستان په اړه ورکړل سوي ناسمي دي.
افغانستان په داسي حال کي په جنوبي آسيا کي په فساد د ککړو ملکونو د نوم لړ په سر کي راغلی چي افغان حکومت او نړيوالي ټولني تل له اداري فساد سره د مبارزې په سختولو ټينګار کړی دی.
د دغه رپوټ له مخه چي په افغانستان او عراق کي د دې پرځای چي پکښي فساد کم سي بر عکس د يوشمير هڅو سره سره پکښي ډيروالی تر سترګو کيږي.
د ولسي جرګي غړی عباس نويان هم ورته نظر لري. هغه وايي دا تر لمر روښانه خبره ده چي فساد په افغانستان کي ډير دی. تاسي وگوري د پروژو په پلي کولو کي څه تيريږي. دا خو هرڅوک ويني.
دغه څرګندوني په داسي حال کي خپريږي چي يو شمير کارپوهان په دي اند دي چي ګواکي د حکومت عالي رتبه مقامات د فاسدو مامورينو څخه ملاتړ کوي.
هغوی د بيلګي په توګه څو مياشتي دمخه د کابل د پخواني ښاروال عبدالاحد صاحبي څخه د ولسمشر ملاتړ ته ګوته نيسي.
لوي څارنوالۍ د هغه د توقيف امر ورکړی وو خو ولسمشر ترينه وژغوره.
د لوی څارنوالۍ په خبره، د را تلونکي اونۍ د دوشنبې په ورځ به د افغان حکومت د کابيني د څو پخوانيو وزيرانو هر يوه حميد الله قادري، محمد صديق فرهنګ او شيرمحمد اعتباري دوسيې يوې ځانګړي محکمي ته واستول سي.
دغه دري تنه په فساد تورن کسان په ترتيب د ترانسپورټ، سوداګرۍ او کډوالوچارو وزيران ول.
کارپوهان په دې اند دي چي ولسمشر کرزی د خپلو عالي رتبه په فساد تورنو کسانو د محاکمي په برخه کي پر شاتګ غوره لار بولي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل