1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډوه

۱۳۹۸ مرداد ۲۷, یکشنبه

ولسمشرۍ ماڼۍ په کابل کې د واده په مراسمو کې د یوه برید له کبله د لوړې مرګژوبلې تر رامنځ ته کیدو وروسته د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن ځنډولی دی. د جشن د لمانځنې له پاره لا نوې نیټه نه ده ټاکل شوې.

https://p.dw.com/p/3O5ro
Afghanistan Unabhängigkeitsfeierlichkeiten
انځور: picture-alliance/Xinhua/A. A. Safdari

افغان حکومت له میاشتو راهیسې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د جشن له پاره چې د دوشنبې ورځې ته پلان شوی وو، چمتوالی نیوه. خو د یکشنبې په شپه د کابل د ودونو په یوه هوټل کې د چاودنې له کبله چې په پایله کې یې تر ۷۰ ډیر کسان ووژل او د ۲۰۰ په شاوخوا کې نور ټپیان شول، دغه جشن د یوې نامعلومې مودې له پاره وځنډید.

د افغان ولسمشر د ویاند دفتر د اړیکو او د برنامو د تنظیم مشر حامد سوزان، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «د ولسمشر د هدایت او د جشن د په لاره اچولو کمیټې د دارلانشا د اعلان پر اساس، سبا دغه جشن نه ترسره کیږي.»

هغه دا خبره هم روښانه کړه چې لا تر اوسه پورې د جشن له پاره یوه نوې نیټه نه ده ټاکل شوې. سوزان زیاته کړه: «له دې کبله چې د کابل د برید د تلفاتو شمیر ډیر لوړ دی، او له قربانیانو سره د غم شریکي او همدردي په موخه، دغه جشن وځنډید. د امنیتي اندیښنو موضوع مطرح نه ده.»

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو د ادراې او د جشن د په لاره اچولو کمیټې د دارلانشا مشر سید وحید فتالي، په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «دغه جشن د خلکو د خوښیو له پاره یو فرصت وو. خو چې خلک داغداره وي، نو د جشن په لاره اچول بې معنی ده. له همدې کبله د امنیت شورا د غوندې پر مهال پریکړه وشوه چې دغه مراسم دې د خلکو د عزاداري مراسمو تر پای ته رسیدو پورې وځنډول شي.»

زیاته شوې ده چې یوازې د استقلال جشن ځنډول شوی خو ولسمشر به د خپلواکۍ په مناسبت بیانیه ورکړي او همدرازا به د استقلال پر منار د ګلانو ګیډۍ هم کیږدي.

رضا شیر محمدي