1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانې نجونې له مډالونو سره هیواد ته ستنیږي

۱۳۹۶ تیر ۲۸, چهارشنبه

په واشنګټن کې د ربوتونو یوې سیالۍ ته د ۱۵۰ څخه ډیرو هیوادونو تنکي ځوانان او پېغلې د ګډون له پاره تللي وو. په دغه سیالۍ کې چې د «لومړی نړیوال چلنج» نوم ورته ورکړل شوی دی د افغانستان د نجونو ډلې ډیر پام ځان ته واړوه.

https://p.dw.com/p/2gmQG
Afghanistan Robotic Team
انځور: picture alliance/AP Photo/A.Seir

د افغانستان د نجونو ډلې په دې سیالۍ کې د ګډون له پاره دوه وارې د امریکا متحده ایالاتو د ویزې ترلاسه کولو هڅه وکړه، خو دواړه وارې یې درخواست رد شو. په پای کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر لور ایوانکا ترمپ، په دې موضوع کې مداخله وکړه او په دې ترتیب سره دغو نجونو امریکا ته د سفر ویزې ترلاسه کړې.

دې موضوع په ټولنیزو رسنیو کې پراخ انعکاس لره. افغانانې نجونې اوس له دې سیالۍ څخه خالي لاس افغانستان ته نه ستنيږي بلکه هره یوه به یې د سپینو زرو له مډال سره افغانستان ته راشي.

د سیالۍ په لاره اچوونکو افغانانو نجونو ته د «زړورې لاسته راوړنې» د سپنو زرو مډال وکړ. دغه مډال له دې کبله چې افغانو نجونو تر ډیرې هڅې وروسته ځان دې سیالۍ ته رسولی دی، هغوی ته ورکول کیږي. په دې کتګورې کې د سرو زرو مډال سویلي سوډان او د برونز مډال بیا د اومان لوبډلې ته ورکړل شو.

د سیالۍ اصلي د سرو زرو مډال د اروپا لوبډلې ته ورکړل شو. پولند په دې کتګورۍ کې د سپینو زرو او ارمانیا د برونزو مډالونه وګټل.

د ۲۰۱۸ کاله دغه سیالۍ به په مکسیکو ښار کې وشي. د سږنۍ سیالۍ ۶۰ سلنه برخوال د ښځو له خوا تمویل شوې وې او سفر یې هم د هغوی له لارې تنظیم شوی وو. د ۸۳۰ تنکیو ځوانو ګډونوالو له ډلې څخه ۲۰۹ تنه یې نجونې وې. د ګډونوالو تیمونو په ډله کې د افغانستان په ګډون شپږ یې داسې وې چې ټولې ګډونوالې یې نجونې وې.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (31.12.2016):