1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې د خوراکي موادو بیې لوړې شوي

۱۳۹۰ آذر ۱۷, پنجشنبه

د کابل ښاریان وایي چي د تیلو د بیې له لوړیدو سره سم د خوراکي توکو نرخونه هم لوړ سوي دي. د ژمي د مورسم په رارسیدو سره د خلکو ستونزې هم زیاتې سوي دي.

https://p.dw.com/p/13OrL
آفغان چارواکي وایي چې د خوراکي موادو د بیو د لوړیدو لامل د تیلو د بیو لوړیدل دي
آفغان چارواکي وایي چې د خوراکي موادو د بیو د لوړیدو لامل د تیلو د بیو لوړیدل ديانځور: AP

دمګړۍ د کابل په بازارونو کې د هر ډول خوراکي توکو په بیه کې له ۱۵ تر شل سلنه پورې لوړوالی راغلی دی. د کابل ښاریان هم د دغې موضوع څخه ډیر اندیښمن سوي دي. د کابل ښار یوه اوسیدونکي، محمد نبي، له دوچه ویله سره په خبرو کې د د حکومت له بی پروایي څخه سر وټکاوه. هغه وویل:

«حکومت د خلکو په غم کې نه دی. د هر ډول خوراکي توکو بیې لوړې سوې دي.»

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو خونو چارواکي وایي چې افغان سوداګرو له څو میاشتو را په دیخوا په کافي اندازه خوراکي توکې په نړیوالو بازارونو کې پیرودلي دي خو یو شمیر لارۍ د افغانستان د پولو بلې غاړې ته د بیلا بیلو دلایلو له امله درول سوي دي.


د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال، خانجان الکوزی، وایي افغان سوداګرو څه موده دمخه شاوخوا شل زره ټنه خوراکي توکي د سیمې او نړۍ په بازارونو کې اخیستي خو په دغو توکو بار لارۍ د پاکستان د کراچۍ په بندر کې د ناڅرګندو دلایلو له کبله درول سوي دي:

«د افغان سوداګرو شاوخوا شل زره ټنه خوراکي توکي د کراچۍ په بندر کې درول سوي دي. دغه توقف د دې لامل سوی چې په افغانستان کې دننه د خوراکې توکو بیې لوړې سي.»


الکوزی د خوراکي توکو د بیو د لوړیدو یو بل لامل د تیلو د بیو لوړ والی په ګوته کوي. نوموړی وایي چې دوه میاشتې دمخه به له هرات څخه تر کابله پوري د یوه کانټینر موادو د لیږد لپاره پینځه څلویښت زره افغانۍ کرایه ورکول کیده حال دا چې دغه بیه اوس ۷۵ زره افغانیو ته لوړه سوي دي.

څه موده دمخه د سوداګرۍ وزارت او د سوداګرۍ د خونو چارواکو د یوې غونډې په ترځ کې ویلي وو چې دوی یوه ځانګړي کمیسییون ته دنده ورکړي ترڅو د خوراکي توکو پر بیې څارنه وکړي، خو اوس داسې بریښي چې دغه کمیسیون هم نه دی توانیدلی چې لږ تر لږه د خوراکي او نورو توکو بیې تر خپل کنټرول لاندې وساتي.

جلالزی
کتونکی: مسعود جهش