1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان کي د زندانيانو ساتل قانوني دي»

مسعود جهش (dpa, AFP, AP)۱۳۹۲ خرداد ۸, چهارشنبه

انګلستان په خپل يوه نظامي کمپ کي د افغان زندانيانو ساتل قانوني بللي دي. تر دې مخکې بي بي سي د بندیانو د وکیلانو په حواله ویلي ول چې په (بوستون کمپ) کې یو شمیر زندانیان په غیر قانوني توگه ساتل کیږي.

https://p.dw.com/p/18giS
In this photo taken March 30, 2013, British military vehicles sit in a compound in Camp Bastion, Afghanistan, awaiting redeployment to Britain after returning from the battlefield at Camp Bastion, Afghanistan. A major operation to airlift thousands of tonnes of military equipment from Afghanistan has begun as troops prepare to leave the country, Britain's Press Association said. (AP Photo/PA, Ben Birchall) UNITED KINGDOM OUT, NO SALES, NO ARCHIVE
Camp Bastion, Afghanistanانځور: picture alliance/AP Photo

تر دې مخکي په بریتانیاوي رسنیو کې داسې خبرونه خپاره شوي ول چې په افغانستان کې میشتو انګلیسي عسکرو له ۸۰ څخه تر ۹۰ تنو پوري افغانان په غیر قانوني توگه بنديان کړي دي. اوس د انګلستان د دفاع وزیر فليپ هاموند ویلي دي چې د پوځ دغه کار یې قانوني دی.

هغه ټینګار کړی دی چې د دغو زندانیانو او په افغانستان کې د انګلیسې ځواکونو د اډې په اړه تل شفافیت موجود وو.

هاموند له بې بي سي راډیو سره په یوه مرکه کې وویل: «پر دغو کسانو باندي د بریتانیاوي سرتیرو د وژلو تورونه لګول کیږي. پر هغوی باندې همداراز د سړک د غاړې ماينونو د ځای پر ځای کولو او یا دغه کار ته د لاري د اوارولو شکونه هم کیږي.»

د بي بي سي له خوا په خپاره شوي راپور کې په افغانستان کې د انګلیسي ځواکونو په کمپ کې چې «بوستون کمپ» نومیږي د بندي کسانو وکیلانو ادعا کړې وه چې یو شمیر موکلین یې له ۱۴ میاشتو راهیسې پرته له دې چې ورباندي کوم تور ولګول شي، بندیان دي.

دغو وکیلانو له بي بي سي سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې د کمپ بوستون زندان د امریکا متحده ایالاتو له ګوانتانامو زندان سره د پرتلي کولو وړ دی.

د یوه زنداني وکیل فیل شاینر، په خپلو خبرو کې ادعا کړې وه چې د انګلستان پارلمان ته هم په کمپ بوستون کې د یوه زندان د موجودیت په اړه معلومات نه وو ورکړل شوي. خو هاموند دغه ادعا رده کړه او ویې ویل چې د انګلستان پوځ د بوستون کمپ په اړه د دغه هیواد پارلمان ته شفاف معلومات ورکړي دي.

هغه زیاته کړه چې انګلستان غواړي دغه بندیان افغانانو ته وسپاري خو تر اوسه پورې یې ځکه له دې کار څخه ډډه کړې ده چې د زندانیانو د امنیت په اړه اندیښنه لري.

هاموند ویلي دي چې هغوی په مشخصه توګه د افغانانو له خوا اداره کیدونکي یوه زندان په اړه اندیښنه لرله نو ځکه یې د تیر کال په نومبر میاشت کې پریکړه وکړه چې تر هغه وخته پورې چې په دې اړه اندیښنې له منځه نه وې تلې افغانانو ته زندانیان و نه سپاري.

د انګلستان د دفاع وزیر هیله څرګنده کړې ده چې افغانانو ته د دغو زندانیانو د انتقال چارې به ژر پیل شي.