1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان په پام کي لري روسۍ څرخۍ الوتکي وپيري

انترفکس/ نجيب الله زیارمل۱۳۹۴ فروردین ۲۴, دوشنبه

د خپلواکو هيوادونو مشترک المنافع ټولني له پاره د افغانستان استازی وايي چي په پام کي لري له روسيې څخه به «ми15» ډوله څرخۍ الوتکي او سپکي وسلې وپيري.

https://p.dw.com/p/1F6nF
انځور: Romeo Gacad/AFP/Getty Images

د خپلواکو هيوادونو مشترک المنافع ټولني له پاره د افغانستان د جمهور رئيس ځانگړي استازي شاکر کارگر ويلي دي چي په پام کي لري له روسيې څخه «ми15» ډوله څرخي الوتکي وپيري.

کارگر د «اذربايجان انترفکس» خبري آژانس سره په مرکه کي ويلي دي چي په دې اړه به په نژدې راتلونکي کي له روسيې سره خبري اتري پيل کړي.

هغه ټينگار کړی دئ، چي افغان امنيتي ځواک په روسۍ وسلو سمبال دی ځکه نو له روسيې څخه اتومات وسلې، مرمۍ او نور تجهيزات پيري.

د جمهور رئيس غني ځانگړي استازي دغه راز په افغانستان کي غير فعالو روسۍ فابريکو ته هم اشاره کړې ده. هغه ويلي دي چي د دغو فابريکو اکثره ئې د اوږدو جنگونو په خاطر غير فعالي دي چي اوس ئې په اړه له روسيې سره د بيا رغاوني په اړه خبري اړيني دي.

هغه زياته کړه ده چي په پوځي برخه کي ډېر افغانان اوس د روسيې په پوهنتونو کي زده کړي کوي.

شاکر کارگر ويلي دي چي اوس مهال په افغانستان کي ۵۰۰ روسۍ څرخۍ الوتکي پروازونه کوي.

د افغانستان د جمهور رئيس ځانگړي استازي ويلي دي چي هيواد ئې تر هرڅه دمخه له روسيې سره په اقتصادي او سوداگريزو برخو کي همکاريو ته ليوالتيا لري:

«په تيرو ۵- ۶ کلونو کي له روسيې سره سوداگريزي اړيکي ډېري لږ سوي دي، موږ بايد هغه ډېري کړو.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب