1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې د کونارو کښت ډیر شوي»

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)۱۳۹۲ دی ۲۶, پنجشنبه

یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي ګواښ کړی چې په افغانستان کې د مخدره توکو کښت تر بل هر وخت ډیر شوی. د هغه په وینا له دې سره اوس دا ګواښ رامنځ ته شوی دی چې افغانستان په یو «مخدره – جنایت کاره» هیواد باندې واوړي.

https://p.dw.com/p/1AriB
انځور: picture alliance/AP Photo

د افغانستان د بیا رغاونې د بهیر د څیړنې ادارې «سیگار» مشر جان سوپکو، ویلي دي چې که څه هم امریکا متحده ایالاتو په تیرو لسو کلونو کې د مخدره توکو پر ضد مبارزه کې ډیرې پېسې لګولي دي، خو د هغه په خبره اوس په دې هیواد کې د کوکنارو کښت تر بل هر وخت ډیر دی. د تریاکو له تجارت څخه د ترلاسه کیدونکو پیسو یوه لویه برخه طالبانو او نورو یاغي ډلو ته رسیږي.

سوپکو په یوه رپوټ کې ویلي دي چې د تریاکو د سوداګرۍ د ودې له کبله کیدای شي چې په راتلونکې کې د مخدره توکو د قاچاق ډلې او باندونه نور هم پیاوړي شي او په یوه مرحله کې پر افغانستان باندې ډیر نفوذ پیدا کړي.

سوپکو په خپل رپوټ کې د هغو کسانو په حواله چې اوس په افغانستان کار کوي لیکلي دي چې له دغه هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هغه کیدای شي چې پر یوه عصري هیواد، پر داسې یوه هیواد چې د طالبانو تر کنترول لاندې وي او یا هم پر یوه مخدره – جنایت کاره هیواد باندې بدلیدای شي.

د سوپکو په رپوټ کې راغلي دي: «د مخدره توکو پر ضد د یوې موثرې ستراتیژۍ د نه شتون او په افغان حکومت کې د داسې یوې قوې ارادې نه شتون چې له مخې یې له دې لویې ستونزې سره مبارزه وشي، د دې امکان ډیروي چې افغانستان په دریم هیواد [مخدره – جنایت کاره هیواد] باندې بدل شي.»

سوپکو ویلي دي چې اوس د افغانستان په ۲۰۹۰۰۰ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل کیږي چې دا د هغه په خبره په ټوله نړۍ کې د تولیدونکو تریاکو ۹۰ سلنه ده. هغه زیاته کړې ده چې په دې ترتیب سره افغانستان په خپل معاصر تاریخ کې تر بل هر وخت ډیر تریاک تولیدوي.

تر هغه وروسته چې امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې طالبانو رژیم ړنګ کړ، د افغانستان په یوازې ۸۰۰۰ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل کیدل. سوپکو ویلي دي: «د څه نا څه ټولو هغو کسانو په نظر چې ما ورسره خبرې وکړې، د افغانستان وضعیت اوس خراب دی او په ۲۰۱۴ کال کې او تر هغه وروسته د وضعیت د ښه کیدو ډیر کم چانس موجود دی.»

د سوپکو رپوټ د امریکا متحده ایالاتو د سنا «د مخدره توکو نړیوال کنترول» ډلې ته وړاندې شوی دی. په دې رپوټ کې زیاته شوې ده: «امریکا متحده ایالات او افغان حکومت له مخدره توکو سره د موثرې مبارزې په موخه اوس تر ۲۰۱۴ کال وروسته یوه روښانه او لومړیتوب لرونکې ستراتیژی نه لري.»

د رپوټ له مخې په افغانستان کې له ۲۰۰۲ کال راهیسې له مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې اووه میلیارده ډالر مصرف شوي دي. پر دې سربیره د تریاکو له پاره د بدیلې کرهڼې د رامنځ ته کولو پر پروګرامونو هم درې میلیارده ډالر لګيدلي دي. خو د سوپکو په خبره اوس هم واشنګټن یوه مشخصه ستراتیژي نه لري چې له دې ستونزې سره مبارزه وکړي.

د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په لومړیو کلونو کې امریکا متحده ایالاتو پر دې باندې ټینګار کاوه چې د کوکنارو کروندې دې له منځه یوړل شي خو تر ۲۰۱۰ کال وروسته د دې هیواد په ستراتیژۍ کې بدلون راغی او پر دې باندې تمرکز وشو چې د تریاکو د تجارت له کبله رامنځ ته شوې پیسې د طالبانو لاس ته و نه رسیږي. خو سوپکو په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د هیروینو او تریاکو مخ پر ډیریدونکی قاچاق اوس د افغانستان مالي سکتور خرابوي، د افغان حکومت قانونیت تر سوال لاندې راولي او د جنایت کارانو ډلو ته فایده رسوي.

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې اوس هم داسې شواهد شته چې یو شمیر افغان چارواکي له سیمه ییزو افغانانو سره په دې اړه موافقو ته رسیدلي دي چې هغوی ته د کوکنارو د کر اجازه ورکړي او په ځینو مواردو کې ان هغوی دې کار ته تشویقوي.

طالبان د کوکنارو د کښت له لارې په مستقیم ډول ګټه ترلاسه کوي. اټکل کیږي چې دغه ډله دې هر کال د ۱۰۰ او ۴۰۰ میلیونو ډالرو تر منځ پیسې د تریاکو د قاچاقو، په زوره د پیسو اخیستلو، پر خلکو د مالیاتو وضعه کولو، برمته نیونې او نورو غیر قانوني لارو ترلاسه کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب