1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان يو بل خونړی کال تر شاپريږدي

۱۳۸۷ آذر ۲۰, چهارشنبه

په افغانستان کي د ناټو د پخواني قوماندان په شمول ډيری نور د روانو حالاتو په اټکل کي تير وتلي ول

https://p.dw.com/p/GD2w
د کندهار د باغ پل په سيمه کي د هغې چاودني تصوير دی چي د وتلي قوماندان عبدالحکيم جان په ګډون يې ډيری نور ملکي وګړي شهيدان کړل
د کندهار د باغ پل په سيمه کي د هغې چاودني تصوير دی چي د وتلي قوماندان عبدالحکيم جان په ګډون يې ډيری نور ملکي وګړي شهيدان کړلانځور: picture-alliance/ dpa

کله چي جنرال Jams L. Jons لا په افغانستان کي د ناټو ستر پوځي قوماندان و، نو په 2004 ميلادي کال کې دSüddeutsche Zeitung په نامه آلماني ژبي ورځپاڼي سره په يوه مرکه کي ويلي و چي« دا چي په افغانستان کي به بيا د القاعدې نړيوال اسلامي تروريستي سازمان او يا د طالبانو ډله به بيا پياوړې کيږي، دا زمانه اوس بيخي تيره سوي.» خو هسي چي ښکاريJones هم د ډيرو نورو په شان د افغانستان دحالاتو په اټکل کي تير وتلي و.

اوس د امريکا د متحده ايالتونو ټاکل شوي ولسمشر بارک اوباما، امریکايي جنرال جيمز جونز خپل د امنیتي سلاکار په توګه نومولی دی. داسي ګومان کيداي شي چي افغانستان به د امریکا د متحده ايالتونو د ټاکل شوي ولسمشربارک اوباما، د بهرني سياست يو مهم پرابلم وي.

په روان وخت کي د افغانستان ولسمشرحامد کرزی، هيڅ قدرت په لاس کي نلري او هرشي د ده له کنټرول څخه وتلي دي. او برعکس طالبان دپخوا په پرتله په دغه هیواد کی زيات پیاوړي سوي دي. ځيني کسان ددې اټکل هم کوي چي د افغانستان جګړه ځپلی هیواد ديوه بيساري بحران سره مخامخ دی. او 2009 میلادي کال به ددغه هيواد دپاره په اصطلا د پریکړي کال وي.

په کندهار کي د رايه ورکولو يو مرکز
په کندهار کي د رايه ورکولو يو مرکزانځور: AP

د راتلونکي ميلادي کال په مني کي، په افغانستان کي د ولسمشرۍ ټاکني کیږي. خو په تيره بيا ددغه هيواد په سويلي او ختيځو سیمو کي امنيتي وضع دومره ويجاړ بريښي چي کيدای شي طالبان په دې بريالي شي چي دغه ټاکني په اساسي توګه داسي تخريب کړي چي د نوي ټاکل شوی ولسمشر قانونيت تر پوښتني لاندي راشي.

اوباما اعلام کړی دی چي غواړي پر هغو عسکرو سربيره چي په روان وخت کي په افغانستان کي او شمير يي 60 زرو ته رسيږی 20 زره نورعسکر هم دغه هيواد ته واستوي. او د نړيوال سوله ساتونکي ځواکونو په ډله کي به ددغه نوي عسکرو د دندو يوه برخه داوي چي په افغانستان کي دولسمشرۍ په راتلونکي ټاکنو کي امنيت وساتي. او دا مسله ځکه ډيره حياتي مثال بلل کیږي چي دولسمشري په راتلونکي ټاکنو کي به طالبان پخپل ټول طاقت سره داهڅه وکړي چي دغه ټاکني سمي سرته نه رسيږي.

روان ميلادي کال چي دپای ته رسيدو په حال کی دی، په افغانستان او د افغانستان په ګاونډي هيواد پاکستان کي په اريانونکوعملیاتو سره وښودله چي دوی يو ځواک دي. د جنوري په میاشت کي طالبانو دکابل پر نامتو هټل باندي په داسي یو وخت کي حمله وکړه چي هلته د ناروې د بهرنيو چارو وزير هم و. د اپريل په مياشت کي دوی دکابل په ښار کي په داسي يوه وخت کي پر يوه پوځي رسم وګذشت باندي بريد وکړ چي د تلوزيو کمره چالانه وه. د جون په میاشت کي دوی دکندهار پر بندیخانې باندي ديوې حملې په اثر لږ تر لږ ه 900 بندیان آزاد کړل چي په دغه ډله کي 400 يې مقاومت کونکي و.

په افغانستانکي د نړیوال سوله ساتونکي ځواکونو دپاره هم 2008 میلادي کال دځاني او مالي تلفاتو څخه داسي يو ډک کال و چي د2001 میلادي کال د پای راهيسي چي په افغانستان کي د طالبانو رژيم د ځواک له مسنده څخه را پرځول شوي

ساری يې نه و لیدل شوي.

په افغانستان کي جرمني عسکر د خپل يوتن وژل سوي ملګري جسد آلمان ته د ليږدولو پر مهال
په افغانستان کي جرمني عسکر د خپل يوتن وژل سوي ملګري جسد آلمان ته د ليږدولو پر مهالانځور: AP

په 2008 ميلادي کال کي د 270 څخه زيات بهرني عسکر په افغانستان کي وژل شوي او تر يوې مودي پوري به هر ه ورځ د نړيوال سوله ساتونکي ځواکونو په مرکزي هډه کي بيرغونه نيمه ځوړند ښکاريده. د نومبر په مياشت کي په افغانستان کي د بهرنيو وژل شو ځواکونو مجموعي شمېر زرو ته ورسيد. او دسږ کال دمی په مياشت کي د لمړي ځل دپاره په افغنستان کي د عراق په پرتله زيات نړيوال عسکر وژل شوي و.

په همدې روان میلادي کال کیي د افغانستان په شمال کي درې تنه آلماني عسکر د ځانمرګي د يوه ګوزار په پېښه کي وژل شوي او داپيښه ددي حقیقت ښکارندوی بلل کیږي چي د افغانستان په شمالي ولایاتو کي چيري چي د نړيوال سوله ساتونکي ځواکونو په چوکاټ کي آلماني عسکر ځاي پر ځای دي،هم نا آرامۍ اوبي امنۍ زیات شوي دي.

دملګرو ملتونو دټولني د يوه احصايوي رپوټ له مخه يوازي د روان کال په لومړيواتو مياشتو کي په افغانستان کي د 4000 څخه زيات انسانان وژل شوي، چي لږ تر لږه دریمه برخه يې ملکي ول. دغه ملکي وګړي يا د طالبانود ګوزانو په اثر وژل شوي اويا په افغانستان کي دبهرنيو ځواکونو د اشتباهي هوايي بمباريو په اثر. که څه هم د افغانستان حکومت څو څو واري داخبره بهرنيو ځواکونه ته په ډاګه کړې چي په افغانستان کي د خپلو هوايي عملیاتو په وخت کي پام وکړي چي ملکي وګړي ونه وژل شي او د افغانستان ولس هم د بهرنيو ځواکونو ددغه عمل څخه سخت راپاريدلي دي ،خو بیاهم په افغانستان کی دنړیوال سوله ساتونکي ځواکونو د عملیاتو پر وخت ملکي وګړي وژل کیږي.

په مزارشريف کي نړيوال سوله ساتی ځواک پر اړو خلګو باندي خوراکي مواد ويشي
په مزارشريف کي نړيوال سوله ساتی ځواک پر اړو خلګو باندي خوراکي مواد ويشيانځور: DW

داچي په افغانستان کی به روانه لانجه يوازي دپوځي عملیاتو په زیاتولو سره حل کیږي، داخبره اوس دهيچا دپاره دمنلو وړ نه ده. او داچي ويل کیږي په افغانستان کي بايددبيارغوني مسلې ته په جدي توګه زیاته پاملرنه وسي په خوله داخبره هرڅوک کوی خو هسي چي کارپوهان وايي په عمل کی ډير څه ندي سوي.

که څه هم د افغانستان ددولت مشر حامد کرزی د ناچاریو له امله تراوسه څو څو واري طالبانو ته ددې وړانديز کړی چي له حکومت سره دسولي خبرو ته چمتو والی وښه يي خو اوس طالبان دومره پر ځان ډاډه شوي چي وايي تر څو چي بهرني ځواکونه له افغانستانه څخه نه وي وتلي دوی به خبرو ته حاضر نشي.خو بهرني ځواکونه دحامد کرزي د حکومت دبقا يوازنۍ وسیله ده.

هسي چي ليدل کيږي، د طالبانو د فعالیتونو لمن له هري خوا څخه دکابل پر لور پراخيږي. او څنګه چي د افغانستان د ولسي جرګې غړی روشنک وردک وايي د حکومت ضعف او ناتواني ددې سبب ګرځېدلی چي هره ورځ زيات خلک د طالبانو خوا ونيسي. او په افغانستان کي د 2001 ميلادي کا ل دپاي راهيسي نن بيا طالبان دکابل د ښار لپاره يو ستر خطر بلل کیږي.