1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان نړیوال شل اوریز جام ته ووت

۱۳۹۴ مرداد ۱, پنجشنبه

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډله د ۲۰۱۶م کال شل اوریز نړیوال جام ته چې په هندوستان کې به وي لار وموندله. افغان لوبغاړو په خپله وروستۍ لوبه کې د پاپوا نوې ګانا هیواد لوبډلې ته په شپږو ویکټو ماته ورکړه.

https://p.dw.com/p/1G3l1
انځور: Getty Images/William West

[No title]

د افغانستان د پنجشنبې ورځې لوبه د دغه هیواد له پاره وروستی چانس وو، څو په هندوستان کې شل اوریز نړیوال جام ته لار وموندي ځکه تر دې مخکینی لوبه یې چې له هانکانګ سره وه بایللي وه.

افغانستان نړیوال شل اویزو سیالیو ته د لارموندنې جام ډیر ښه پیل کړ او خپلې لومړۍ درې لوبې یې وګټلې. هغه وخت د لوبډلې هدف نه یوازې نړیوال جام ته لارموندنه وه، بلکي غوښتل یې د غوراوي سیالیو اتلولي هم افغانستان ته راوړي. خو افغان لوبغاړي دغه هدف ته ځکه و نه رسیدل چې په جام کې یې خپلې دوې لوبې وبایللې او دوې نوري یې هم د خرابې هوا له کبله ونه شوې.

د پنجشنبې ورځې په لوبه کې افغانستان لومړی توپ اچونه وکړه او خپله سیاله لوبډله یې پرې نه ښوده چې یو لوی هدف وټاکي. د پاپوا نوې ګانا لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د خپلو شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۲۷ منډې جوړې کړې او په دې ترتیب سره یې افغانستان ته د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له خوا لوبه احمد شهزاد او نوروز منګل پیل کړه. شهزاد پرته له دې چې کومه منډه جوړه کړي له لوبې ووت خو نوروز منګل بیا لوبې تر پایه پوري په میدان کې پاته شو او په۵۶ توپونو یې ۶۵ منډي وکړې.

د نوزوز منګل تر څنګ د افغانستان د لوبډلې کپتان اسغز ستانکزي ۲۲، سمیع الله شنیواري ۶، محمد نبي ۱۱ او نجیب الله ځدران ۱۴ منډي وکړې او په دې ترتیب سره یې ځان ټاکل شوي هدف ته ورساوه.

افغانستان که څه هم و نه توانید چې د نړیوال شل اوریز د غوراوي جام نیمه پای لوبې ته لار وموندي خو د وروستي لوبې په ګټلو سره په ۲۰۱۶م کال کې په هندوستان کې په نړیوال جام کې لوبیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب