1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان له هنده څلور څرخۍ الوتکي ترلاسه کوي»

۱۳۹۴ آبان ۱۵, جمعه

افغانستان په پام کې لري چې له هند څخه څلور جنگي څرخي الوتکې په لاس راوړي، څو د طالبانو پر ضد جگړه کې يې وکار وي. دغه کوچنۍ خو د پام وړ معامله د متحدینو په لټه کې د کابل د دریځ بدلون ښيي چې ښایي پاکستان په غوسه کړي.

https://p.dw.com/p/1H14Q
انځور: picture-alliance/dpa/ ITAR-TASS

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، واک ته تر رسیدو وروسته له هند سره د خپل هیواد پوځي همکارۍ وځنډولې، څو د پاکستان رضایت خپل کړي چې دغه هیواد د جگړې په ختمولو او له طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې مرسته وکړي.

رویترز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په کابل کې د بمي چاودنو تر لړۍ وروسته چې د غني په وینا په پاکستان کې طرحه شوې وې او پر هغه سربیره د طالبانو له لوري د ځینو سیمو د محاصره کولو په گډون د یوې لنډي مودې له پاره د کندز ښار نیول د دې سبب شول چې کابل په سیمه کې د ملاتړ د راخپلولو له پاره هلې ځلې وکړي.

ياد آژانس په نوي ډهلي او کابل کې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي دي چې په پام کې ده د افغانستان د ملي امنیت سلا کار حنیف اتمر په راتلونکو ورځوکې هند ته سفر وکړي، څو افغانستان ته د روسيې جوړ Mi-25 ډوله څرخي الوتکو د انتقال معامله بشپړه کړي.

افغان چارواکو ویلي دي چې امنیتي ځواکونه یې په عاجل ډول هوايي ځواک، په ځانگړې توگه څرخي الوتکو ته اړتیا لري چې له طالبانو نیول شوي سیمي بیرته ونیسي.

امریکا متحد ایالات افغان امنیتي ځواکونو ته د MD 530 ډوله کوچنۍ څرخۍ الوتکو په ورکولو راضي دی چې په وسلو سمبالیدای شي، خو ځيني افغان افسران لویو روسۍ الوتکو ته ترجیح ورکوي.

د نوموړي خبري آژانس په خبره د افغانستان د ملي امنیت شورا د تویتر په لنډ پیغام کې ویلي دي چې حنیف اتمر به له هندي چارواکو سره د تروریزم پر ضد مبارزې او همداشان د افغان ځواکونو د تجهیزولو پر موضوعاتو خبري وکړي.

یوه هندي امنیتي چارواکي رویترز خبري آژانس ته د نوم نه ښوولو په شرط ویلي دي: «موږ به هغوی ته هلیکوپتر ورکړو، دغه کار یووار کوو.»

افغانستان ته د دغو جنگي څرخۍ الوتکو ورکول به د افغانستان او هند تر منځ په ۲۰۱۱م کال کې د ستراتیژیک تړون تر لاسلیکیدو وروسته د تهاجمي وسلو د انتقال لومړی وار وي. تر دې دمخه هند افغانستان ته د مرستو په ترڅ کې سپکي څرخۍ الوتکي او موټر ورکړي ول او همداشان يې د افغان امنیتي ځواکونو د روزني زمینه برابره کړې وه.

یو افغان چارواکي هم افغانستان ته د Mi-25 ډوله څرخۍ الوتکو د ورکولو موضوع تائید کړې ده او ویلي یې دي چې افغانستان د طالبانو پر ضد جگړه کې د سیمې د لوبغاړو د مرستې په لټه کې دی.

رویترز د دغه چارواکي له قوله لیکلي دي: «موږ یوازني خلک یو چې د اسلامي دولت، القاعدې او طالبانو پر ضد جنگیږو. نور یوازي خبري کوي. خو تروریزم د هر چا مشکل دی.»

هغه دا هم ویلي دي چې اتمر به د هند د تروریزم پر ضد مرکزونو کې د افغان ځانگړو امنیتي ځواکونو د روزولو وړاندیز هم وکړي. پر دې سربیره په دغه وړاندیز کې هر کال په هند کې د ۱۰۰۰ افغان افسرانو د روزولو موضوع هم شامله ده.

له نزدې څارل

رویترز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند له خوا افغانستان ته د څرخۍ الوتکو د ورکولو پلان په هکله له تبصرې کولو څخه ډډه کړې او ویلي یې دي چې دا د دوو هیوادونو تر منځ یوه موضوع ده. همداشان د پاکستان پوځ هم په دې هکله څه نه دي ویلي.

پاکستان چې په ختیځ کې له هند سره پوله لري او په لویدیځ کې له افغانستان سره، په تیرو وختونو کې له افغانستان سره د هند د پوځي مرستو په هکله تندی تریو کړی وو او دغه څه یې له خپلي بې ثباتۍ سره تعبیر کړی وو. پاکستان ویلي وو چې نوی ډهلی باید ځان تر اقتصادي مرستو پوري محدود کړي.

په لاهور کې د امنیتي چارو کارپوه اعجاز حیدر، وایي: «دغه ډول یوه معامله به هرو مرو دلته تر نزدې څارني لاندې وي او خلک به یې په هکله اندېښمن وي.» هغه زیاته کړې ده دا ځکه چې دغه کار د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو د مخ پر خرابیدونکي وضعیت سره تړلې گڼل کیږي.

افغانستان یوازې په دې هڅه کې نه دی چې له هند څخه پوځي تجهیزات تر لاسه کړي، بلکې غواړي چې له روسیې څخه هم پوځي تجهیزات په مستقیمه توگه په لاس راوړي.

په افغانستان کې د ناټو د هوايي ځواک د روزنیز ماموریت قوماندان برید جنرال کریستوفر کریج ویلي دي: «هغوی [افغان هوایي ځواک] نه یوازي روسیې، بلکې نورو ډیرو هیوادونو ته تللي دي. هغوی هر ځای ته چې ممکن وو تللي دي، څو هغه څه چې اړتیا لري په لاس راوړي.»

رویترز خبري آژانس د یوې بلې هندۍ سرچینې له قوله ویلي دي چې هند په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له قوماندان جنرال کمپبل سره د دغو الوتکو د انتقال د موضوع په هکله خبري اتري کړي دي.

هند نه شي کولای دغه الوتکي کابل ته والوزوي، ځکه چې باید د پاکستان له خاورې تیرې شي. له همدې کبله دغه الوتکي باید پرزه، پرزه شي او د الوتکو په واسطه افغانستان ته انتقال شي. کمپبل په سپتمبر میاشت کې هند ته سفر کړی وو خو د دغه سفر په هکله جزئیات خپاره نه شول.

رویترز ليکلي دي، یوه روسي دیپلومات ویلي دي چې نوی ډهلی د دغو الوتکو د انتقال له پاره د روسیې امضا ته اړتیا لري، ځکه چې دغه الوتکه له روسیې څخه رانیول شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب