1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان له ایران سره «د همکاریو تفاهم لیک» لاسلیک کړ

حسین سیرت (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ مرداد ۱۴, دوشنبه

افغان او ایراني حکومت د «همکاریو تفاهم یادښت» لاسلیک کړ. دغه تفاهم لیک د افغانستان د ملي امنیت د مشاور رنگین دافر سپنتا، د او د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا منشي سعید جلیلي ترمنځ لاسلیک شو.

https://p.dw.com/p/19KAz
Der Nationale Sicherheitsberater von Präsident Hamid Karsai, Rangin Dadfar Spanta, steht am 17.03.2010 in seinem Büro in Kabul. Der frühere Außenminister lebte auch lange in der Bundesrepublik. Foto: Can Merey (zu dpa Gespräch: Bei Abzug «alle Errungenschaften verloren») +++(c) dpa - Bildfunk+++
Rangin Dadfar Spantaانځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر له خوا په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې د همکاریو په دغه تفاهم لیک کې د دواړو هیوادونو تر منځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراخیدو باندې ټینگار شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي دي: «د تفاهیم لیک تر لاسلیکدو وروسته د افغانستان د ملي امنیت مشاور ډاکټر رنگین دادفر سپنا، وویل چې دا د دواړو هیوادونو تر منځ په ستراتيژیکه سطح د همکاریو د پراخیدو پیل دی.»

دغه تفاهم لیک د شنبې په ورځ ایران ته د ولسمشر کرزي د وروستي سفر په څنډو کې لاسلیک شوی دی. ولسمشر کرزي ایران ته د دغه هیواد د نوي ولسمشر د تحلیف په مراسمو کې د گدون په موخه تلل وو.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مشر سعید جلیلي، د دغه تړون لاسلیکیدل د افغانستان او ایران په اړیکو کې یو «روښانه پرمختگ وباله». دا په داسې حال کې ده چې د ایران د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد، د واکمنې پر مهال د افغانستان او ایران اړیکې یو څه ترینگلې شوې وې.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا منشي سعید جلیلي
د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا منشي سعید جلیليانځور: picture alliance / AP Photo

د تفاهم لیک په متن کې راغلي دي چې ایران او افغانستان به په انتظامي، اطلاعاتي او اقتصادي بخشونو کې خپلې اړیکې لا پسې پراخه کړي. له ترهگرۍ او سازمان شویو جرایم سره د مبارزې او د گډو پوځي مانورونو د په لاره اچولو په برخه کې د همکاریو پراخیدل هم په دغه تفاهم لیک کې شامل دي.

په دغه تفاهم لیک کې همداراز راغلي دي چې د دواړو هیوادونو استخباراتي ادارې به له ترهگرۍ او مخدره توکو سره د مبارزې په برخو کې خپلې همکارۍ لا پسې پراخې کړي.

د احمدي نژاد حکومت په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پر حضور باندې نیوکې کولې. ویل کیږي چې په کابل کې د ایران سفارت د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو تر منځ ته ستراتیژیک تړون د لاسلیکدو پر مهال ډیرې هڅې وکړي چې د دغه تړون مخه ونیسي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب