1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان لا زيات پوځي ملاتړ ته اړتيا لري»

۱۳۹۶ فروردین ۲, چهارشنبه

افغانستان له امريکا متحدو ايالاتو څخه د لا زياتو عسکرو د ورلېږلو غوښتنه کړې څو د طالبانو او داعش پر ضد جګړه کې اغیزمه جګړه وکړای شي. تر دې مخکي جنرال نيکلسون دغه شان غوښتنه کړې وه.

https://p.dw.com/p/2Zhyx
Moskau Salahuddin Rabbani Außenminister Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/Tass/D. Serebryakov

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په افغانستان کې ميشتو امريکايي او بهرني ځواکونو د قوماندان جنرال جان نيکلسون، په افغانستان کې د بهرنيو عسکرو د شمير د زياتولو د وړانديز هرکلی کړی دی. نيکلسون ويلي ول چې افغانستان ته دې څو زره نور امريکايي او ائتلافي عسکر وليږل شي څو د وسله والو مخالفينو پر ضد جګړه کې رامنځته شوې بن بست مات شي.

د ترمپ حکومت تر اوسه د نيکلسون د څرګندونو په تړاو څه نه دي ويلي. دمګړۍ په افغانستان کې کابو ۸۴۰۰ امريکايي عسکر میشت دي چې د ترهګرۍ پر ضد پوځي عمليات ترسره کوي او افغان عسکر روزي.

رباني په کابل کې د سردار محمد داود خان پر نظامي روغتون د خونړي بريد پيښې ته په اشارې سره وويل چې افغانستان د امريکا له خوا زياتې مرستې ته اړتيا لري څو «نظامي کمښت» د عسکرو د روزني، د ځمکنۍ او هوايي وړتيا په زياتولو او د استخباراتي او کشفي ملاتړ له لاري له منځه يوسي.

رباني د اتلانتيک شورا په څېړننيز مرکز کې د امريکا په مشرتوب داعش ضد جګړه کې د شريکو هيوادونو د ائتلاف تر غونډي دمخه وويل: «موږ ډاډه يوو چې د ولسمشر دونالد ترمپ په مشرتوب نوی حکومت به پر ستراتيژيکو ژمنو ولاړ پاتې شي او خپل ملاتړ ته به دوام ورکړي.» رباني د نيکلسون د زياتو پوځيانو غوښتنه امنيتي ستونزو ته په کتو سره «يوه پر ځای غوښتنه» وبلله.

رباني وويل چې روسيه د افغانستان په هلکه د ۱۲هيوادونو په ګډون يو کانفرانس جوړوي چې دا په افغانستان کې د نفوذ ترلاسه کولو له پاره د ستر رقابت نخښه ده.

رباني وويل چې امريکا متحد ایالات هم دې کنفرانس ته ور بلل شوي دي، خو هغه تر اوسه نه پوهيږي چې دوی به پکښې ګډون وکړي او که نه. د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت تر اوسه په دې هلکه پرېکړه نه ده کړې.

رباني وويل چې دا خبري اتري په فيبرورۍ مياشت کې ترسره کيږي. تردې مخکي په مسکو کې د افغانستان په اړه د شپږ هيوادونو تر منځ غونډه چې پکښې افغانستان، پاکستان، چين، هند، ايران او روسيه شامل دي رابللې وه. رباني وويل چې فکر نه کوي طالبان دې هم دې خبرو اترو ته بلل شوي وي.

جنرال نيکلسون تيره میاشت د کانګرس په يوه استماعيه غونډه کې ويلي ول چې روسيې په ښکاره توګه طالبانو ته مشروعيت ورکړی او په افغانستان کې د ناټو او امريکا د کمزوره کولو هڅه کوي.

رباني زياته کړه چې ايران او روسيې د افغانستان حکومت ته ويلي دي چې دوی له طالبانو سره په تماس کې دي څو دا ډله د سولې له پاره خبرو اترو ته وهڅوي. د رباني په وينا دې دواړو هيوادونو د طالبانو د اکمالاتي ملاتړ خبره رد کړې ده.

رباني ټينګار وکړ چې د ترهګرۍ او افراطيت پر ضد مبارزه بايد د حکومتونو ترمنځ د همکارۍ له لاري وشي. د هغه په وينا، تر هغه چې پاکستان پر خپله خاوره د طالبانو د «خوندي ځالو» پر ضد ګام پورته نه کړي، دا ډله به د سولې خبرو اترو ته غاړه نه ږدي.