1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هلمند اوبه د ځینو فني ستونزو له کبله ایران ته نه دي رسیدلي

۱۴۰۰ اسفند ۴, چهارشنبه

د طالبانو د اوبو او انرژي وزارت اعلان کړی دی چې د هلمند رود اوبه د فني ستونزو له کبله ایران ته نه دي رسیدلي. د ایران چارواکو پر طالبانو نیوکي کړي دي چې دوی ایران ته د هلمند د اوبو په تړاو خپلو ژمنو ته غاړه نه ده ایښې.

https://p.dw.com/p/47SeO
Afghanistan Nimroz Kamal Khan Staudamm
د کمال خان بندانځور: Afghan Presidential Palace/Xinhua/imago images

د طالبانو د اوبو او انرژې وزارت د ایران د چارواکو د یاد غبرګون په تړاو د فبروري مياشتي پر ۲۲ په یوه بیانیه کې ويلي دي چې طالبان هغې معاهدې ته ژمن دي چې د افغانستان او ایران تر منځ په ۱۳۵۱ کال د هلمند د اوبو په اړه شوې وه.

یاد وزارت په یوې بیانیه کې ویلې دي چې د اوبو د نرسیدو د ستونزي حل پیل سوی دی. د اوبو او انرژې وزارت یادونه کړې چې ان د افغانستان بزګران لا کافې اوبو ته لاسرسی نه لرې.

د درو میاشتو خبرو پایله

د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې ایران له دریو میاشتو راهیسې له افغان لوري سره خبرې اترې کوي او په افغانستان کې یې د اوبو د کمېشنرانو غونډه رابللې او جمهوري ریاست درې ځله له افغان چارواکو سره تلیفوني خبرو کې له افغان مسولینو غوښتې چې د هلمند د اوبو موضوع تعقیب کړې.

محرابیان وویل: «دوی ژمنه کړې وه چې اوبه به پرېږدي، خو پر دومره تاکید سربیره یې دا کار ونه کړ.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د فبرورۍ۲۱) یوې خبري غونډې ته وویل چې د هلمند اوبه د "غیر مسؤلانه عمل" د افغانستان په اوسنی واکمنۍ کې د یوې قضیې په توګه ثبت شوی دی.

د بهرنيو چارو وزارت ویاند ویلې، اوبه ایران ته نه دې رسیدلې او خپل پر وعدو ولاړ نه ول. هغه زیاته کړه چې افغانستان فني ستونزې را مخته کوې، خو ایران دې ته چمتو دی چې د دې ستونزې په حل کې ورسره مرسته وکړې.

د خراسان ورځپاڼې "ګاونډي تاریخي ته نه ژمنتیا " په اړه کښلې ۵۰ کاله کیږې چې د هلمند د اوبو په تراو د ایران او افغانستان تر مینځ معاهده امضا شوې، خو په دغو کلنو کې هیڅ یوه حکومت دغه ژمنتیا سر ته نه ده رسولې او دا د دې لامل ګرځیدلی چې هم د ایران د هامون د وچیدو لامل شې اوهم د سیستان او بلوچستان خلک له ستونزو سره مخ شې.

د ایران او افغانستان تر منځ د شوې هوکړې له مخې د هلمند له سیند څخه ایران ته اوبه په کال کې له ۸۲۰ میلیون متر مکعبه سره برابرې دي، چې په بېلابېلو میاشتو او موسمونو کې د باران د وضعیت له مخې توپیر کولای شي.

د تېلو په بدل کې د هلمند اوبه

افغانستان د هلمند رود اوبو د کنټرول له پاره د کمال خان بند جوړ کړ. دغه بند پخواني ولسمشر اشرف غني پرانيست او هغه مهال يې وويل چې دا اوبه ایران ته د تیلو په بدل کې ځې. د هغه دا وینا د ایران د چارواکو پراخ غبرګون درلود او ويلي يې ول چې د ۱۳۵۱ کال معاهده چې د ایران او افغانستان تر منځ امضا شوې باید پلې شې.

زموږ له آرشیف څخه: