1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د مهاجرو د اخراج له پاره خوندي هیواد نه دی

۱۳۹۶ خرداد ۱, دوشنبه

په کابل کې د یوې آلمانۍ خیریه کارکوونکي د وژني پیښې، په آلمان کې افغانستان ته د مهاجرو د اخراج بحث یو ځل بیا تود کړ. په آلمان کې د مهاجرو د ملاتړ سازمان د افغانستان د امنیتي حالت د بیا ارزولو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/2dOda
Deutschland Günter Burkhardt Pro Asyl
انځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

د پرو ازول (د مهاجرو د ملاتړ) سازمان اداري مشر، ګونتر بورکهاردت په برلین کې د دوشنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته وویل چې افغانستان ته د رد شوو افغان مهاجرو بیرته استول یو غیر مسؤولانه کار دی.

د هغه په وینا، په کابل کې د یوه خیریه سازمان د آلمانۍ کارکوونکې وژل کیدو یو ځل بیا دا وښوده چې په افغانستان کې حالت د محاسبې وړ نه دی. بورکهاردت په دې هکله وايي: «دې [د آلمانۍ د وژل کیدو پیښې] دا وښوده چې په افغانستان کې امنیت نه شته.»

په عین وخت کې بوکهاردت نیوکه کوي چې «د آلمان د فدرال حکومت چارواکي او د دې هیواد ایالتونه په افغانستان کې خطرناک امنیتي حالت له پامه غورځوي او [برعکس] د ښه امنیتي حالت په هکله خبرې کوي.»

د پرو ازول سازمان عامل مدیر همدا راز ټینګار کوي چې د هغه څه برعکس چې د آلمان فدرال حکومت یې څرګندوي، په هغه هیواد [افغانستان] کې هیڅ خوندي سیمه نه شته. هغه وايي: «هغوی د امنیتي حالت په هکله یو خیالي انځور وړاندې کوي چې دغه انځور له حقیقت سره ډیر واټن لري.»

بله لوري ته بیا د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې اداره یا «بامف» د افغانستان په هکله د ډیرو پخوانیو معلوماتو پر مټ پریکړي کوي، هغه څه چې د بورکهاردت په وینا د منلو وړ نه دي.

په افغانستان کې د خراب امنیتي حالت په هکله، د ناټو غړي هیوادونه اوسمهال پر دې سلا مشورې کوي چې افغانستان ته اضافي سرتیري ولیږي، که نه.

د یکشنبې په ورځ په کابل کې د یوه خیریه سازمان د آلمانۍ کارکوونکې د وژل کیدو پیښې یو ځل بیا په آلمان کې د افغانستان د امنیتي حالت په هکله بحثونه راپارولي دي.

(dpa/ KH)

زموږ له ارشيف څخه: