1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د سيمي د ښځو له تجريبو څخه ګټه اخلي

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۲ دی ۱۶, دوشنبه

په کابل کې د افغانستان، هند، پاکستان او ایران د ښځو د مدني ټولنو د غړو یوه غونډه جوړه شوه. دغه غونډه د «ښځي، چيلنجونه او په سیمه کې گډي تجربې» په نوم تر سره شوه.

https://p.dw.com/p/1Altg
انځور: DW/H. Sirat

د څېړنو او له بشري حقونو څخه د دفاع ډلي د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۶) دغه غونډه په کابل کې تر سره شوه. په دې غونډه کې د افغانستان او سیمې هیوادونو ښځو خپلي تجربې يو له بل سره شریکې کړې.

د افغانستان د مبارزو ښځو د بنسټ ريیسې هما امیري، د دغې غونډې د جوړیدو په اړه وویل: «په ټوليزه توګه د دغو ښځو له خوا د رهبرۍ او وړتیا د لوړولو په برخه کې یو رپوټ وړاندې شو، څو موږ وکولای شو د هغوی له تجربو څخه گټه واخلو.»

د دغي غونډي په پایله کې یو پریکړه لیک هم خپور شو چې پکښې راغلي دي چې ټولنیز خنډونه په ټولنيزو فعالیتونو کې د ښځو د نه حضور اصلي عامل دی. په پریکړه لیک کې غوښتل شوي دي چې د دغو خنډونو د له منځه وړلو له پاره باید لازم گامونه واخيستل شي.

په پریکړه لیک کې راغلي دي چې افغانې میرمنې د افراطيت قربانۍ دي او دا چي افراطيان له دیني او سیاسي پلمو څخه په کار اخيستلو سره ښځې د هغوی له بنسټیزو حقوقو څخه محروموي.

د ښځو د حقوقو یو شمیر فعالانو په دې غونډه کي وویل، د ښځو د وضعیت د ښه کیدو له پاره باید په افغانستان کې د هغوی د زده کړي او ظرفیت د لوړولو امکانات برابر شي. دغو ښځو ټینگار وکړ چې تر هغه وخته پوري چې ښځي باسواده شوې نه وي، له خپلو حقوقو څخه دفاع کولای نه شي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت پخوانۍ معیني مزارۍ صفا، په دې غونډه کې وویل: «په لومړي قدم کې باید د افغانستان ښځې پر دې خبره باندي متعقدي شي چې باید زده کړي وکړي او خپل ځان پر موضوعاتو باندې خبر کړي. په دوهم قدم کې بیا اقتصادي خود کفايي ډیر اهمیت لري.»

د ښځو د حقوقو دغي فعالي وویل چې افغاني ښځي باید پر خپل ځان باندي باور ولري. هغې روښانه کړه چې فرهنگي پيوستون د دې عامل شوی دی چې ښځي د زده کړې او تعلیم چانسونه له لاسه ورکړي.

په دې غونډه کي له ايران څخه اشرف بروجردي گډون کړی وو. هغې وویل: «هغه تجربه چې موږ یې لرو دا ده چې زموږ خبري اتري خپلو حقوقو ته د رسیدو یوه وسیله گرځولې ده. موږ د نارینه وو د لیدلوري د اصلاح له پاره خبري اترې یوه وسیله وبلله. پر دې سربیره باید ښځې په بېلابېلو برخو کې خپلې وړتیاوې لوړي کړي او باید دا موضوع نورو ته وښيي چې هغوی د چارو د پرمخ وړلو وړتیا لري.»

د دې غونډي په پای کې په خپاره شوي پریکړه لیک کې راغلي دي چې باید د سیمې د ښځو یوه ټولنه جوړه شي، څو د ښځو د حقوقو په برخه کې کار وکړي.

په پریکړه لیک کې دغه راز ټینگار شوی دی چې د سیمې سیاستوال باید په خپلو کاري اجنداوو کې د ښځو له حقوقو څخه دفاع کول شامل کړي.