1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د کاست نړیوال سازمان غړی شو

حسین سیرت۱۳۹۲ آبان ۱, چهارشنبه

د افغانستان د اقتصاد وزارت له «کاست نړیوالې سازمان» یا «د ساختماني سکتور د شفافیت له ابتکار سازمان» سره یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې دغه سازمان په افغانستان کې پر ساختماني پروژو څارنه وکړي.

https://p.dw.com/p/1A51l
انځور: DW/H. Hashimi

د اقتصاد وزارت چارواکي وایي چې تر اوسه پورې په ساختماني سکتور کې په میلیاردونو ډالر لگیدلي دي خو افغانستان اوس هم د بنسټونو له کمښت سره مخامخ دي.

د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغنديوال، د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «د کاست سازمان د سکرتریت له جوړیدو سره اوس زموږ له پاره دا چانس برابر شوی دی چې په مستقیم ډول د پروژو څارنه وکړو او یوه ورځ د دې شاهد ووسو چې په افغانستان کې نور فساد موجود نه وي.»

د ارغندیوال په خبره ټول هغه کسان چې په راتلونکې کې به د کاست پروژې پر مخ بیایي، افغانان وي. هغه همداراز روښانه کړه چې دغه سازمان به د کاري شیوو او زده کړې په برخو کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

د کاست سازمان په یوولسو هیوادونو کې فعالیت کوي. د دغې سازمان چارواکي ټینگار کوي چې په ساختماني سکتور کې د شفافیت د رامنځ ته کیدو په موخه باید پر ساختمایي پروژو باندې څارنه وشي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت په حواله په وروستیو لسو کلونو کې په افغانستان کې شاوخوا ۶.۷ میلیارده ډالر یوازې پر ساختماني پروژو لگیدلې دي. د اقتصاد وزیر وویل چې که دغه پېسې په شفاف ډول مصرف شوي وای نو د افغانستان وضعیت به تر دې ډیر ښه وای.

ارغندیوال روښانه کړه چې افغان حکومت هڅه کوي چې هغه موسسي چې د شفافیت په برخه کې کار کوي، په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو لمن لا وغځوي او د کانونو د کیندنې پر بهیر باندې هم څارنه وکړي. ارغندیوال وویل: «هیله لرو چې داسې پروژې پراخه شي ترڅو موږ د فساد د عواملو په موندلو کې لا ډیر امکانات په لاس کې ولرو او وشو کولای چې هغه افغان حکومت ته وروپیژنو.»

په عین حال کې د فساد ضد سازمانونه وایي چې د څارنیزو سازمانونو فعالیت په افغانستان کې د فساد د له منځه تلو لامل کیږي. په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې د همغږۍ ادارې مشر محمد یاسین عثماني، وویل: «په وروستیو کلونو کې د کاست سازمان د اداري فساد د له منځه وړلو له پاره ډیر گټور کارونه ترسره کړل.»
افغان چارواکي وايي چې په دولتي او خصوصي ادارو کې پراخه فساد د دغه هیواد د ودې پر وړاندې ډیرې ستونزې رامنځ ته کړې دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب