1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د تي اند تي لوبډلې ته ماتې ورکړه

۱۳۹۱ شهریور ۱۷, جمعه

د افغانستان د کرکیت ملي لوبډلې په ویست اندیز کې د راونو شل اوریزو سیالیو په لومړنۍ ورځ د تي اند تي ( (T&T ټاپو لوبډلې ته ماته ورکړه.

https://p.dw.com/p/164wX
انځور: DW

د ترینیدا او توبیګو (Trenida &Tobego) ټاپو د ازادۍ د پنځوسمې کلیزې په ویاړ په جوړو شوو شل اوریزه سیالیو کې افغانستان د جمعې په ورځ په خپله لومړنۍ لوبه کې د کوربه ټاپو لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ووت.

د لوبې پچه د تي اند ټی لوبډلې وګټله او پخپله ئې د منډو جوړولو پریکړه وکړه. که څه هم په ویسټ اینډیز کې باران وه او پیچ د تیزو بالرانو له پاره نه وه جوړ خو بیا هم افغان لوبغاړو خپله هڅه وکړه او په زړه پورې بالینگ (توپ اچونه) ئې وکړه.

د تي اند تي لوبډلې په ټاکل شوو شلو اورونو کې د خپلو نهو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۷۱ منډې جوړې کړې او افغانستان ته ئې د ۱۷۲ منډو هدف وټاکه.

په دغې لوبې کې د افغانستان د ملي لوبډلې پیاوړي او تیز بالر حمید حسن، هم ګډون کړی وه. د افغانستان له لوري دولت ځدران او محمد نبي دوه دوه او کریم صادق یو لوبغاړی وسوځاوه.

تر تي اند تي وروسته افغانستان په منډو جوړولو باندې پیل وکړ خو په لومړیو اورونو کې ئې خپل څلور لوبغاړي په پرله پسې ډول له لاسه ورکړل. تي اند تي لوبه په خپل لاس کې واخیسته او داسې بریښیدل چې افغانستان ښايي لوبه بایلي. خو محمد نبي عیسی خیل او ګلبدین نایب یو ځل بیا په زړه پورې بیټینګ (توپ جوړونه) وکړه او د غټو شاټونو په وهلو سره ئې د نندارچیانو پام ځان ته واړوه.

محمد نبي عیسی خیل او ګلبدین نایب خپله سیاله لوبډله تر فشار لاندې راوسته او لوبه ئې د خپلې لوبډلې په خوا راتاوه کړه. افغانستان د وروستي اور په څلورم بال سره د خپلو اوو لوبغاړو په سوځیدو سره وکولای شو چې د تي اند تي لوبډلې له لوري ورکړل شوي هدف ته ځان ورسوي او په دریو ویکټو سره لوبه د ځان په ګټه پای ته ورسوي.

د افغانستان له لوري محمد نبي عیسی خیل ۵۷ منډې، ګلبدین نایب ۳۳ ناسوځیدلې منډې، شهزاد محمدي ۲۷ منډې او دولت ځدران ۱۳ منډې جوړې کړې. د دغې لوبې غوره لوبغاړی محمد نبی عیسی خیل ونومول شو.

ټاکل شوې ده چې افغانستان خپله دوهمه لوبه د شنبې شپه په ۱۲:۱۵ دقیقو د بنګله دیش لوبډلې په وړاندې ترسره کړي.

د تي اند تي ټاپو د آزادۍ د پنځوسمې کلیزې په ویاړ په جوړ شوي تورنمنت کې د کوربه لوبډلې ترڅنګ د افغانستان، بنګله دیش او باربوداس لوبدلې برخه لري. د دغه تورنمنت گټونکې لوبډلې ته د پنځوس زره امریکایي ډالرو انعام په پام کې نیول شوی دئ.

نصرت الله وفا/ کابل
کتونکی: مسعود جهش