1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان د بشري ناورين له گواښ سره مخ دئ»

۱۳۹۱ مهر ۱۷, دوشنبه

د نړېوال سره صلیب چارواکې په افغانستان کې د یوه بشري ناورین څخه خبرداری ورکوي او زیاتوي چي د عامو خلکو ترمنځ د وسله والو شخړو زیاتوالی به دغه هېواد د کړکېچ لور ته کش کړي.(انځور له ارشيف نه)

https://p.dw.com/p/16MLn
انځور: REUTERS

په افغانستان کې د نړېوال سره صلیب یاICRC استازي ریتوستاکر د دوشنبې په ورځ ( ۲۰۱۲ کال د اکتوبر ۸) په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وویل، افغانان د جګړې په ليکه کي نه، بلکي په څو ليکو کي بند پاته دي:

«وروسته له هغې چې زه په ۲۰۰۶عيسوي کال کې دلته راغلم، ناقانونه وسله والي ډلي زیاتي شوي دي او عام افغانان نه یوازي د جګړې پریوه لومړنۍ کرښه ولاړ دي، بلکي د جګړې په څو کرښو کي بند پاته دي. خلک روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.»

ښاغلي ستاکر له تېرو۷ کلونو په افغانستان کي د نړېوال سره صلیب استازېتوب کاوه، چې اوس ئې په دغه هېواد کي ماموریت پای ته ورسید.ده د خپل ماموریت په وروستۍ خبري غونډه کي وویل له اندېښنو ډک افغانستان ئې پرېښود.

نوموړي ټینګار وکړ، چې روغتیايي خدمتونه باید هر اړ کس ته ورسول شي او پر روغتیایي ډلو، نقلیه وسایطو او روغتیايي بنسټونو برېدونه د جنګ عادې حالت نه ښيي.

خو له بلي خوا افغان چارواکې بیا په افغانستان کې د کړکیچ وړاندویني تش فرضيې بولي او زیاتوي چې افغان حکومت اوس بشپړ چمتوالی لري چې په هېواد کې د ناقانونه ډلو د فعالیت مخنیوی وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي دويچه ویله المان غږ راډیو ته وویل، ناقانونه وسله وال کسان به هیڅ وخت د بشري حقونو د سرغړونې سبب و نه ګرځي او په هر حال کې به د قانون منګولو ته سپارل کیږي:

«د افغانستان امنیتي ځواکونو چمتو دي، نو دغه کسان نه شي کېدای چي په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړاوي سبب شي دا نه شو منلای چي د افغانستان حکومت پر سیمو بشپړ تسلط لري.»

دغه راز، د سره صلیب استازي په دې خبري غونډه کي وویل ICRC د افغان او نړېوالو ځواکونو په توقېف خونو کي له بندیانو سره چې د وسله والو جګړو په تړاو نېول شوي دي لېدو کتو ته دوام ورکوي، خو ده له افغانستان څخه د نړېوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د زندانیانو له وضعیت څخه اندېښنه وښوده:

«موږ اندېښمن یو چي نړېوال ځواکونه له افغانستانه وځي او له افغان دولت سره مالي مرستې هم کمیږي، نو په دې توګه د افغانستان په زندانونو کي د منلو وړ حالت ستونزمن بریښي.»

خو د کورنیو چارو وزارت چارواکي بیا تر ۲۰۱۴ کال وروسته د پېښېدونکو مسایلو په اړه څرګندوني تر وخت مخکي بولي. ددغه وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي د افغان زندانونو د معیاري کولو تلاښونه دوام لري:

«د زندانونو د حقونو د رعایت مسئله د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په لومړېتوبونو کې ده، او په تېر یوه کال کې چې دغه مسئولیت د کورنیو چارو وزارت ته سپارل شوی دئ د زندانیانو په وضعیت کې ډیر بدلون راغلی دئ او دغو کوښښونو ته به ادامه ورکوو.»

د سره صلیب نړېواله کمېټه په ۱۸۶۳ میلادې کال جوړه شوې ده او دنده ئې د جګړې او نورو کورنیو شخړو د قربانیانو لاسنیوی دئ.

دغه راز دا کمېټه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو په زندانانونو کي د بنديانو وضعیت هم څېړي او له کورنیو سره د هغوی اړیکي ټینګوي.

محمد اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل