1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان څرنګه غواړي د بریښنا په برخه کې خودکفا شي؟

مسعود جهش
۱۳۹۶ شهریور ۸, چهارشنبه

د انرژي او اوبو وزیر وایي چې افغانستان په لنډې مودي کې نه شي کولای خپله د اړتیا وړ ټوله بریښنا تولید کړي نو له دې کبله په دې هڅه کې دی چې د بریښنا له صادروونکو هیوادونو سره دوه اړخیزه تړونونه رامنځ ته کړي.

https://p.dw.com/p/2j5R9
Afghanistan Kabul Elektriker
انځور: Getty Images/J. Moore

د افغانستان د انرژي او ابو وزیر علي احمد عثماني، له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې روښانه کړه چې د ملي یووالي حکومت په وروستیو وختونو هڅه کوي چې افغانستان د بریښنا له نظره پر خپلو پښو ودریږي او یو ډول نسبي خودکفایي ولري خو هغه ټینګار وکړ چې دغه خودکفايي په دې معنی نه ده چې افغانستان دې د خپلې اړتیا ټولنه بریښنا په خپله تولید کړي.

عثماني وویل: «موږ غواړو په راتلونکو کلونو کې خپلو وړتیاو ته په کتو سره یو ډول نسبي خودکفایي رامنځ ته کړو.»

عثماني زیاته کړه چې د بریښنا له پاره د افغانستان اړتیا دومره لوړه ده چې نه شي کیدای په نزدي کلونو کې دغه هیواد له ګاونډیو هیڅ بریښنا وارد نه کړي او خپله ټوله اړتیا له کورني تولیده پوره کړي.

دغه افغان چارواکي زیاته کړه چې په دې ترتیب نو افغانستان غواړي په لنډ مهال کې د خپلې اړتیا وړ بریښنا د برابرولو په برخه کې په یوه مهم لوبغاړي بدل شي او بیا په اوږدې موده کې د بشپړې خودکفايي په لور قدم واخلي.

عثماني وویل: «موږ په نړیوالو کنفرانسونو کې هم دا خبره واضیح کړې ده چې نه غواړو له ګاونډیو هیوادونو څخه خپل د بریښنا ټول واردات بند کړو، بلکه موږ غواړو له ګاونډیو هیوادونو سره د بریښنا د واردولو یو اړخیزه قراردادونه له منځه یوسو او ده جانبه معاملې رامنځ ته کړو.»

افغانستان اوس د ازبکستان، ترکمنستان، ایران او نورو ګاوندیو هیوادونو څخه بریښنا واردوي. دغه بریښنا ډیر وخت د افغان پیریدونکو له پاره په لوړه بیه تمامیږي او له بلې خوا هم وخت نا وخت بهرني هیوادونه د بیلابیلو لاملونو له مخې پر افغانستان باندې خپله بریښنا بندوي او یا یې هم بیه لوړوي.

د انرژي او ابو د وزیر په حواله اوس مهال افغانستان د دوو مجبوریتونو له مخې اړ دی چې له ګاوندیو په هر قیمت بریښنا راونیسي: لومړی مجبوریت د وارداتي بریښنا په برخه کې د افغان حکومت له خوا لوړه پانګونه، او دویم مجبوریت بیا په افغانستان کې د بریښنا له پاره لوړه تقاضا ده.

خو عثماني روښانه کړه چې اوس افغان حکومت هڅه کوي چې دغه مجبوریتونه له منځه یوسي. د دغه چارواکي په خبره د دې هدف ترلاسه کولو له پاره یوه لاره په افغانستان کې د کورني تولید له لارې د ځینو سیمو د بریښنا برابرول دي.

هغه وویل: «له دې سره نو که موږ ته د بریښنا داسې بیه وړاندیز شي چې د منلو وړ نه وي موږ باید د دې وړتیا ولرو چې خپل د ځینو سیمو بریښنا د کورني تولید له لارې تأمین کړو.»

د افغانستان ګاونډي هیوادونه هم د خپلو لګښتونو د تامین له پاره اړه دي چې افغانستان ته بریښنا صادر کړي او که کابل د یو اړخیزه تړونونو په له منځه وتوانیږي نو ګاوندي هیوادونه به د بریښنا بیې په یو وار ډیرې لوړې نه کړي.

عثماني دا هم وویل چې کابل په دې هڅه کې دی په هغو هیوادونو کې چې افغانستان ته د بریښنا صادرات لري د خصوصي او دولتي سکتور تر منځ رقابت رامنځ ته کړي او په پایله کې یې افغانستان ته د صادریدونکې بریښنا بیه راټیټه کړي.