1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د اروپا سره هم ستراتیژیک تړون لاسلیکوي

۱۳۹۰ آبان ۲۱, شنبه

د اروپا اتحادیه غواړي چې افغانستان سره د اوږد مهالو همکاریو سند لاسلیک کړي. په دغه سند کې به اقتصادي همکارۍ، د بشري حقونو په برخه کې ګډ کار او د تروریزم په وړاندې جګړه شامله وي.

https://p.dw.com/p/139W3
افغانستان اوس مهال له هندوستان سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړی
افغانستان اوس مهال له هندوستان سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړیانځور: AP

دیپلوماتیکو سرچینو د جمعي په ورځ وویل چې د اروپا د اتحادیې د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د راتلونکې دوشنبې په ورځ سره وګوري. اټکل کیږي چې هغوی به افغانستان سره د اوږد مهاله همکاریو د سند پر سر د خبرو اترو د څرنګوالې په هکله یوې هوکړې ته ورسیږي.

د اروپا د اتحادیې یو دیپلومات وایي چې دغې اتحادیې ته دا ډیره مهمه ده چې د ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان سره خپلې اړیکې ټینګې وساتي. په دغه کال کې به د افغانستان ټولې امنیتي چارې افغان ځواکونو ته انتقال شي او ټول بهرني جنګي ځواکونه به له دغه هیواد څخه ووځي.

د اروپا اتحادیه اوس مهال افغانستان کې هر کال یو میلیارد یورو په مصرف رسوي. د دغې اتحادي د بهرنیو چارو د وزیرانو په راتلونکې غونډه کې به همدا راز په افغانستان کې د اروپا د پولیسو عملیات د راتلونکو دریو کلونو لپاره وغځول شي.

وروسته تر هغې چې افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره یوه نیټه وټاکل شوه، ډیری هیوادونه په هڅه کې دي ترڅو له دغه هیواد سره د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو تړونونه لاسلیک کړي.

هندوستان په دغه کار کې له نورو هیوادونو څخه مخکې شو او تیره میاشت یې افغانستان سره یو بې ساری ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ. که څه هم دغه تړون د افغانستان او هندوستان تر منځ اقتصادي، فرهنګي، پوځي او سیاسي اړیکې تر پوښښ لاندې نیولې دي خو هغه څه چې ورڅخه ډیره یادونه کیږي د افغانستان او هندونستان ترمنځ په پوځي برخه کې همکارۍ دي.

د امریکا متحده ایالات چې په افغانستان کې تر بل هر هیواد څخه ډیر بوځیان لري او د افغانستان تر ټولو لوي مرسته کوونکی بلل کیږي هم له دغه هیواد سره د یو ستراتیژیک سند د لاسلیکولو پر سر کار کوي. د دغه سند له مخي به تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو اړیکي تعریف شي او دا به هم څرګنده شي چې ایا متحده ایالات به په افغانستان کې دایمي پوځي اډې ولري او که نه.

اوس مهال افغان او امریکایي چارواکي د دواړو هیوادونو تر منځ د ستراتیژیک تړون د موادو پر سره په خبرو بوخت دي. ټاکل شوي وه چې په رواني میاشت کې به د ولسمشر لخوا رابلل شوي یوه لویه جرګه دغه تړون تایید کړي خو ښایې د تړون د موادو د نه تکمیلیدو له کبله د دغې جرګې په لاره اچول وځنډول شي.

د هندوستان تر څنګ افغانستان د ناټو سره هم یو ستراتیژیک تړون لاسلیک کړی دی چې له مخې یې دغه سازمان له افغانستان سره د اوږد مهالو همکاریو هوکړه کړې ده. امریکا متحده ایالات، فرانسه، د اروپا اتحاديه به هم په نږدي راتلونکې کې له افغانستان سره د اوږد مهاله همکاریو سندونه لاسلیک کړي.

د افغانستان او نورو هیوادونو تر منځ ستراتيژیک تړونونه د دغه هیواد ګاونډیان ډیری وخت به قهروي. پاکستان په وار وار افغانستان کې د هندوستان د مخ په ډیریدونکې نفوذ په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړی ده او ایران هم نه غواړي چې متحده ایالات په افغانستان کې دایمي اډي ولري. ځینی کارپوهان په دې آند دي چې دغه هیوادونه د افغانستان او نورو هیوادونو تر منځ د ستراتیژیک سندونو د لاسلیکولو په بهیر کې د خنډونو د رامنځ ته کولو کوښښونه کوي.

مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض