1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان : تير 2009 م کال ته يوه لنډه کتنه

۱۳۸۸ دی ۱۱, جمعه

په افغانستان کې د 2009 م کال جاج په خواشينۍ سره داسي اخيستل کيږي : تر 2000 اضافه ملکي خلګ وژل شوي ، او 501 خارجي عسکرو هم خپل ژوند د لاسه ورکړی دی . خو له دې سره سره د افغانستان بيارغاونه هم دوام لري

https://p.dw.com/p/LIVK
د کندوس د هوايي بمباريو ټپيان
د کندوس د هوايي بمباريو ټپيانانځور: dpa

او ښوونځي، څاگاني او روغتونونه جوړيږي . افغانستان په 2009 م کال کې 144 مليونه يورو پرمختيايي مرستې تر لاسه کړي دي .

تر ټولو زيات اهميت په 2009 کال کې د جمهوري رياست انتخابات درلودلی دی، چې په پای کې يو وار بيا پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه انتخابات وگټل: ده ويلي وه ،

«د دغو انتخاباتواصلي گټونکی د افغانستان ولس دی . او د افغانستان ولس ته مبارکي وايم.«

خو جمهوررييس کرزی نه يوازي د ژمنو په خاطر او يا د درغلۍ د تورونو له امله په مطبوعاتو کې راڅرگندېدهء، بلکه د 2009 کال په مارچ کې حتی يوه لومړۍ کشاله پيل شوه : ولسمشر کرزي د انتخاباتود خپلواک کميسيون له پرېکړي سره مخالفت اعلان کړ چې ويل يې ټاکني دي د اگست پر 20 نېټه تر سره شي، په داسي حال کې چې هغه بايد مخکې تر سره شوي وای . خو بيا هم د انتخاباتو کميسيون او ملگرو ملتونو پرېکړه وکړه، چې د بې امنيتۍ له کبله دې ټاکني وځنډيږي.

د اگست پر شلمه نېټه بيا انتخابات تر سره شول، په داسي حال کې چې طالبانو ډېر گواښونه کول . 40 تر 50 په سلو کې افغانانو د گواښونو سره سره خپله رايه وکاروله، لکه دغه ځوان سړی په کابل کې چې وايي:

«زه د خپل ولسمشر د ټاکل کېدو په خاطر ډېر هيجان وم .»

خو د انتخاباتوپر مهال خشونت ډېر و: طالبانو توغندي ويشتل او له خلکو څخه يې گوتي پرې کولې. په تېره بيا د هېواد په جنوب کې مېشتو وگړو د انتخاباتو په ورځ ډېر تاوتريخوالی وزغامهء، لکه دغه سړی په کندهار چې وايي:

«اصلي غږ ظاهر په کندهار کې»

افغانانو يوه څرگنده پرېکړه وکړه : 54,6 په سلو کې خلکو حامد کرزي ته رايه ورکړه، په داسي حال کې چې تر ټولو پياوړي سيال يې عبدالله عبدالله يوازي 27,8 په سلو کې رايي پلاس راوړې . خو دغه نتايج تر پوښتني لاندي راغلل.

د درغليو تورونه او شکايتونه د انتخاباتوکميسون ته وړاندي شول . د وروستيو نتايجو د اعلان خبره د نومبر اومي نېټې ته وځنډول شوه.

د سپتامبر پر4 نېټه يوه ډېره ناوړه پېښه رامنځته شوه : د طالبانو لخوا پر تښتول شويو ټانکرونو باندي هوايي بريد وشو، چې د رسمي اټکلونو له مخي پکښي تقريبا 142 انسانان، چې يوه لويه برخه يې ملکي کسان دي، وژل شوي وو. د دغي پېښي اصلي مسووليت د آلمان پوځ پر غاړه دی . په جرمني کې يو وزير دې ته اړ ايستل شو چې استعفا ورکړي او د ملکي قربانيانو په برخه کې د تاوان په اړه قضايي پلټنې دوام لري.

د انتخاباتو دويمه برخه : د نومبر په 7 نېټه بايد د ټاکنو دويم پړاو پيل شوی وای، خو ډاکتر عبدالله ورڅخه ډډه وکړه: ده ويلي وه ،

«ما پرېکړه کړې چې د نومبر د اومې نېټې په انتخاباتوکې به برخه نه اخلم.«

خو انتخابات څنگه له يو کانديد سره تر سره شي . د نومبر پر 2 نېټه د انتخاباتو کميسيون ټاکنې لغو اعلان کړې، او د نومبر په 19 نېټه حامد کرزي د ولسمشرۍ د يوې بلې دورې لوړه وکړه .

ټولي سترگي اوس د جمهوررييس په لور کږې دي، نوموړي له خپل برياليتوب څخه لنډ وخت وروسته وويل:

«موږ ډېره هڅه کوو چې د افغانانو هيلي پوره شي . هغوی يوه اغېزمنه او پاکه حکومتي اداره غواړي . »

ميلاني ريډل/ نسيم صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري