1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته نور افغان مهاجر اخراج سوي دي

۱۳۹۸ دی ۲۵, چهارشنبه

افغان چارواکو ويلي دي چي د چهار شنبې په ورځ د کابل نړيوال هوايي ډگر ته يوه بله الوتکه چي اخراج سوي افغان مهاجر پکښې ول رسېدلي ده.

https://p.dw.com/p/3WDjl
Abschiebeflug nach Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د کابل د نړيوال هوايي ډگر چارواکو ويلي دي چي د چهار شنبې په ورځ سهار وختي ور رسېدلي الوتکي کي له جرمني څخه اخراج سوي ۳۷ افغان مهاجر سپاره ول.

د ۲۰۱۶م کال له ډسمبر مياشتي راهيسي افغانستان ته د ډله ايزو اخراجونو په ترڅ کي تر اوسه پوري په ۳۰ پروازونو کي نژدې ۸۰۰ افغان مهاجر اخراج سوي دي.

د چارواکو په خبره اخراج سوي کسان ټول نارينه دي.

افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج موضوع په جرمني کي ډيره جنجالي ده. ځيني سياستوال او د مهاجرو پلوي سازمانونه وايي چي په دغه هيواد کي امنیتي وضعيت ته په کتو سره بايد افغانان اخراج نه سي، ځيني بيا وايي چي په دغه هيواد کي داسي سیمي سته چي مهاجر پکښې ژوند وکولای سي.

په افغانستان کي د ملگرو ملتونو د سياسي دفتر د معلوماتو له مخي په دغه هيواد کي د ملکي وگړو مرگ ژوبله اوج ته رسېدلې ده. د ياد دفتر د تيرکال د دسمبر مياشتي د راپور له مخي په تيرو لسو کلونو کي په افغانستان کي تر سلو زرو زياتو انسانانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

(n.z(dpa