1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د ټاکنو د څار ډله لېږله کيږي

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ مهر ۱۱, پنجشنبه

اروپايي ټولني پتېيلې ده چي د افغانستان د انتخاباتي پروسې د څارني په موخه به د نړيوالو متخصصينو يوه ډله دغه هيواد ته ولېږي. دغه ډله به د رايو له کارتونو څخه نيولې بيا د ټاکنو تر ورځي پوري دغه پروسه څاري. (انځور له ارشيفه)

https://p.dw.com/p/19tI2

په افغانستان کي د ملگرو ملتونو د دفتر(يوناما) مشر يان کوبيش د پنجشنبي په ورځ (۲۰۱۳ کال د اکتوبر۳) په کابل کي په یوه خبري غونډه کي وويل چي د اورپا پارلمان پر دې باندي بحث کړی دی چي د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شورا گانو د انتخاباتو پروسې د څارني له پاره به یوه نړيواله څارونکې ډله دغه هيواد ته ولېږي. خو هغه دا ونه ويل چي دغه ډله به څه وخت افغانستان ته ولېږل شي.

د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کي د افغانستان د ټاکنو په خپلواک کمېسيون کي بهرنيو کارکوونکو هم شتون لاره. خو اوس نشته.

یان کوبيش وويل چي دمگړۍ د ملگرو ملتونو امنيت شورا د ټاکنو له پاره د افغانستان له تياريو خوښه ده او چمتو ده چې په دغه برخه کې د هر راز نيمگړتياوو د ليري کولو له پاره له افغان دولت او نورو ملي او نړيوالو همکارانو سره مرسته وکړي:

«نړيواله ټولنه چمتو ده چي له کورنيو انتخاباتي کارکوونکو سره مرسته وکړي، او دلته يو شمير نور نړيوال سازمانونه او اداري هم د مرستي له پاره چمتو دي. اروپايي ټولني او د اروپايي ټولني پارلمان په جدي توگه ژمنه کړې ده چي د ټاکنو له پاره يو نړيوال څارونکی ماموريت پيل کړي او يوه ډله افغانستان ته را ولېږي.»

يو شمېر کورني او بهرني سازمانونه ويره لري چي کيدای سي په دغه ټاکنو کي يا د حکومت او يا هم د کوم بل تنظيم له لوري د مشخصو کانديدانو په گټه لاس وهنه وشي.

خو يوناما وايي دوی افغانانو ته ډاډ ورکوي چې ټاکني به روڼي او پر وخت تر سره کيږي ځکه د امنيت شورا هم دغه مسئله له نږدې څاري.

ملگرو ملتو د ټاکنو د روڼوالي له پاره له افغانستان سره د هر راز مالي او تخنيکي امکاناتو د برابرولو ژمنه وکړه او ويې ويل چې د دغه کار له پاره دوی او نړيوالي ټولني زيات مالي امکانات ځانگړي کړي دي:

«هغه څه چي زه يې ويلای شم هغه دا دي چې نړيواله ټولنه چمتو ده چې کافي مالي مرستي او تخنيکي امکانات د افغان دولت په واک کې ورکړي تر څو يې د ټاکنو له پروسې سره تر سره کړي او دا هر څه به د افغان دولت په غوښتنه تر سره کيږي.»

دغه راز ويل کيږي چي تر يوې اووني پوري به د افغانستان د انتخاباتو موضوع د اروپا د امنيت او همکاريو شورا په غونډه کې هم تر بحث لاندي ونيوله شي. افغانستان له څو کلونو راهيسي د دغي شورا د ملگري هيواد په توگه غړيتوب لري.

ملگري ملتونه پر داسي مهال د افغانستان د ټاکنو د جاج اخيستلو لپاره د ټاکنيزو ټيمونو له استولو او له دغي پروسې سره د مرستي خبري کوي چي دمگړی د کانديدانو د نوم ليکني پروسه هم پر بشپړيدو ده.

د دغې پروسي تر بشپړېدو وروسته به د کانديدانو د جرمي سابقې، شخصيت او نورو معيارونو په اړه د کمېسيون له خوا څېړني پيل کيږي.