1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

افغانستان به خپله لومړۍ ټیسټ لوبه له هندوستان سره وکړي

۱۳۹۶ آذر ۲۱, سه‌شنبه

ټاکل شوې چې افغانستان به خپله د کرکټ ټسټ یا «څو ورځنۍ» لوبه له هندوستان سره وکړي. دغه لوبه چې په راتلونکي کال یعنې ۲۰۱۸م کال کې پلان شوې، ځای او دقیقه نیټه یې لا نه ده روښانه شوې او ژر به روښانه شي.

https://p.dw.com/p/2pBPE
Cricket - Afghanistan vs Westindien
انځور: Getty Images/AFP/R. Brooks

د همدې کال په جون میاشت کې افغانستان او ایرلنډ د کرکټ په نړۍ کې د ټیسټ کرکټ دوه نوي غړي وټاکل شول. ایرلینډ لا له وړاندي خپله لومړۍ ټیسټ سیالي له پاکستان سره پلان کړې چې د راتلونکې کال په می میاشت کې به وشي.

د دوشنبې په ورځ د هندوستان د کرکټ بورډ یا د کرکټ له ادارې څخه راهول جوهري په ډهلي کې د بورډ تر ځانګړې عمومي ناستې وروسته پر خپله تويتر پاڼه لیکلې وو چې «د افغانستان د ټیسټ لومړۍ لوبه به له هندوستان سره ترسره شي. دوی ته د پنځه ورځنې کرکټ لړې ته ښه راغلاست وایو.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرکټ د ادارې چارواکو په تير اکتوبر میاشت کې له جوهري سره د هندوستان په ممبيې ښار کې لیدلي وو او د ټیسټ کرکټ د لومړۍ درجې دغه هیواد څخه یې غوښتنه کړې وه چې له ټیسټ لوبو تازه غړي سره لوبه وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس شفیق الله ستانیکزي پر خپله ټویټر پاڼه د هندوستان له کرکټ بورډ څخه د دوی د غوښتنې د منلو له امله مننه کړې او لیکلې یې دي چې تاریخې دوست هیواد له افغانستان سره خپله لومړنۍ ټیسټ لوبه کوي. نوموړي همدا راز زیاته کړې چې زما او د ګڼ شمیر هغو افغانانو خوبونه چې له کرکټ سره مینه لري، ریښتیا شول.