1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او پاکستان د طالب بندیانو په اړه غږیږي

۱۳۹۱ مرداد ۲۰, جمعه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د دې خبرې پخلی کړی دئ چې کابل او اسلام آباد د طالبانو د یوه مهم چارواکي د خلاصون پر سر په خبرو اترو بوخت دي.

https://p.dw.com/p/15nj5
انځور: picture-alliance/dpa

ملا عبدالغني برادر، چې د طالبانو د یوه لوړپوړي چاوراکي په توگه یادیږي په ۲۰۱۰م کال کې د پاکستان د کراچې په ښار کې نیول شوی وو. د هغه په اړه ویل کیږي چې د طالبانو په لیکو کې دویم مهم کس دئ. په پاکستان کې د هغه په نیول کیدو داسې نیوکې کیدې چې گواکې د سولې د پروسې د سبوتاژولو هڅې کیږي.

افغان دولت او د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو پخواني ځانگړي استازي ویلي وو چې د هغه (ملا برادر) بندې کیدو له یاغیانو سره د خبرو اترو هڅې اغیزمنې کړې وې.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند معظم احمد خان، د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «د دواړو هیوادونو تر منځ د بندیانو پر مسئله خبرې اترې روانې دي.»

نوموړي ویاند که څه هم د کوم بندي نوم یاد نه کړ او نه ئې هم په دې اړه نور جزئیات وړاندې کړل خو د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه دا خبره تائید کړه چې ملا برادر لا هم په پاکستان کې بند دئ.

په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو د رژیم تر راپرځیدو وروسته ملا برادر د طالبانو تر ټولو مهم چارواکی دئ چې نیول شوی دئ. د هغه په اړه ویل کیږي چې ملا عمر ته ډیر نزدی کس دئ.

د ۲۰۱۰م کال د مارچ په میاشت کې د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي کایي آیدي، تر تقاعد لږ څه وروسته ویلي وو چې په پاکستان کې د طالبانو د یوه مهم تن نیول کیدو د ملگرو ملتونو او یاغیانو تر منځ د مخفي اړیکو ارتباطي چینل قطع کړی وو.

افغان ولسمشر حامد کرزي په وار وار طالبان دې ته وربللي چې له افغان دولت سره په مستقیمه توگه خبرې اترې وکړي او په دې برخه کې ئې له پاکستان څخه هم د مرستې غوښتنه کړې ده.

پاکستان وایي چې دوی به هر هغه څه وکړي کوم چې د افغانستان په مشرې د سولې له پاره اړین دي، خو په افغانستان او متحده ایالاتو کې د پاکستان د صداقت په اړه په پراخه کچه شکونه موجود دي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش