1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او ايران سوداگريز سند لاسليک کړ

۱۳۹۱ شهریور ۱۵, چهارشنبه

د ايران د بهرنيو چارو وزير په کابل کي ويلي دي، چي افغانستان نور په وچه کي پروت يو هيواد نه دئ، او تر دې وروسته به د دواړو هيوادونو تر منځ سوداگريزي او ترانزيتي همکارۍ پراخي سي.

https://p.dw.com/p/163w6
انځور: DW

علي اکبر صالحي د سه شنبې په ورځ کابل ته رسېدلی دئ او له ولسمشر حامد کرزي سره ئې تر ليدني کتني وروسته له خپل افغان سيال سره د دواړو هيوادونو تر منځ د سوداگريزو همکاريو د پراختیا له پاره يو هوکړه ليک لاسلیک کړ.

د ايران د بهرنيو چارو وزير د چهارشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د سپتمبر ۵) په کابل کي د دواړو هيوادونو تر منځ په اقتصادي برخه کي د گډکمېسيون په څلورمه غونډه کي د اقتصادي همکاریو د پراختيا غوښتونکی سو:«موږ بايد تر هرڅه د مخه د اقتصاد په پراختیا، سوداگري، علمي او ترانزيتي برخو کي عمل وکړو.»

د دواړو هيوادونو چارواکو په تيرو دوو ورځو کي پخپلو منځو کي د اقتصادي همکاريو، سوداگري پراختيا، بانکي اسانتياوو او انرژۍ د تقويه کولو پر سر خبري اتري وکړې.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ويلي دي، چي دواړه هیوادونه د روغتيا، زراعت، کانونو او مخابراتو په برخه کي موافقې ته سره رسېدلي دي.

افغانستان نور په وچه کي پروت هيواد نه دئ.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول هیله مندي وښووله، چي د ايران و چابهار بندر ته د افغانستان لاس رسی به د اقتصاد همکاريو په پراختيا کي مرسته وکړي:«د دواړو هيوادونو تر منځ سوداگريزي او ترانزيتي اړيکي به د ايران د چابهار بندر له لاري نوري هم پراخي سي.»

هغه زياته کړه، موږ هيله من يو چي د دواړو هيوادونو تر منځ به سوداگريزي اړيکي د دغه بندر له لاري د نړۍ له نورو هيوادونو سره هم پراختیا و مومي.

«تر دې وروسته څوک نسي ويلای چي افغانستان په وچه کي پروت هيواد دئ»
«تر دې وروسته څوک نسي ويلای چي افغانستان په وچه کي پروت هيواد دئ»انځور: DW

د ايران د بهرنيو چارو وزير وويل، چي تر دې وروسته څوک نسي ويلای چي افغانستان په وچه کي پروت هيواد دئ:

«تر دې وروسته يقيناً څوک نسي ويلای چي افغانستان په وچه کي پروت هيواد دئ، بلکي افغانستان هغه هيواد دئ چي و آزادو اوبو ته لاس رسی لري، لکه هر بل هيواد.»

دوې اوونۍ دمخه افغانستان ايران او هندوستان هم د چابهار بندر له لاره د سوداگريزو اړيکو د پراختيا په موخه يوه درې اړخيزه موافقه لاسلیک کړه.

په افغانستان کي د امریکايانو له حضور سره د ايران مخالفت

د اقتصادي همکاريو موافقه په داسي حال کي د افغانستان او ايران تر منځ لاسليک سوه، چي ايران په افغانستان کي د امریکايانو د حضور سخت مخالفت کوي.

له بلي خوا په پام کي ده چي په افغانستان کي د امريکا د پوځي اډو د جوړيدو په اړه به د دواړو هيوادونو ترمنځ يوه موافقه د روان کال تر پايه پوري لاسلیک سي.

په دې غونډه کي د ايران د بهرنيو چارو وزير وويل، اميدواره دئ، چي افغانستان به خپل امنيت پخپله وساتي او و نورو هيوادونو ته به اړتيا ونه لري:«موږ پوهيږو چي زموږ افغان عزيزان تر بل هرچا ښه پوهيږي، چي خيرغوښتونکي ئې څوک دي. زموږ ټول بحث پر دې باندي وي، چي افغانستان خو داسي يو هيواد وو، چي هيڅکله په دې راضي نه وو چي په خاوره کي دي ئې د پرديو حضور او وجود وي.»

درې مياشتي دمخه په کابل کي د ايران سفير د افغانستان د مشرانو جرگې له رئيس څخه وغوښتل چي د افغانستان او امريکا تر منځ ستراتيژيک تړون به بايد تصويب سي.

حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل