1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانان له راتلونکې حکومت څخه کومې غوښتنې لري؟

خلیل الرحمن امید۱۳۹۳ خرداد ۲۰, سه‌شنبه

د مدني ټولنو او بشري حقونو د شبکې له خوا یو رپوټ چمتو شوی دی چې په کې له شا او خوا شپږ زره افغانانو څخه د راتلونکي حکومت په اړه وړاندیزونه اخیستل شوي دي. د دغوغوښتنو لویه برخه پر سولې راڅرخي.

https://p.dw.com/p/1CFXZ
انځور: dapd

د افغانستان د مدني ټولنو شبکې له یولسو نورو بنسټونو سره په ګډه د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د خلکو له خولې لویې ستونزې راخيستې او له راتلونکې حکومت څخه یې د هواري غوښتنه کوي.

د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې له خوا په چمتو شوي رپوټ کې له نزدې شپږ زره کسانو سره مرکې شوي دي چې په پایله کې یې ۳۳ لویې غوښتنې مطرح شوي دي.

له یادې شبکې سره د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون او یولسو نورو نهادونو هم مرسته کړې ده. د خلکو له لوري په وړاندې شوو ۳۳ لویو غوښتنو کې تر ټولو ډېر ټینګار پر سوله شوی دی.

د یادې شبکې استازي فهیم حکيمي، ددغه رپوټ د وړاندې کولو په مراسمو کې په ډاګه کړه چې دا یې دوهم رپوټ دی او لومړی رپوټ یې د بون له کنفرانسه مخکې وړاندې کړی وو. د هغه په وینا د دغه رپوټ په پلي کیدو سره به د هیواد ډیرې ناخوالې له منځه ولاړې شي:

«دا رپوټ دوې موضوعګانې په ډیر کلي شکل څرگندوي، چې افغانان له جګړې ستړي شوي دي او سوله غواړي. بله مهمه خبره دا ده چې هیچا له دغو شپږو زرو کسانو څخه نه دي ویلی چې موږ دا نظام نه غواړو، بلکي د نظام د غښتلتیا غوښتنه یې کړې ده.»

د رحیمي په خبره د رپوټ محوري برخه د سولې او ځواب ویونکي حکومت رامنځته کیدل، د اداري فساد سره جدي مبارزه، د ښځو، ماشومانو او بشري حقونو ته پاملرنه، د غیرمسؤلو کسانو بې وسلې کول، د قومي تربګنیو له منځه وړل او داسې نور په بر کې نیسي.

زیاته شوې ده چې پوښتل شوو کسانو له راتلونکي دولت څخه غوښتي دي چې یادو ستونزو ته دې په خپل کاري لومړيتوب کې ځای ورکړي تر څو له شته ناخوالو او نامعلوم بحران څخه افغانستان وژغورل شي.

په ورته وخت کې د افغان میرمنو د شبکې غړې روبینه همدرد، وايي د نارینه او ښځینه وو د شمير په پام کې نیولو سره د دغه رپوټ ډیری پوښتنې له محصلینو او د پوهنتونونو له استادانو څخه شوي دي.

په دغه رپوټ کې نه یوازې ستونزې په ګوته شوې دي بلکې تر څنګ یې د هوارۍ لارې چارې هم په گوته کړای شوي دي. په رپوټ کې پر دې خبره ټینګار شوی دی چې د روانو ناخوالو لویه سرچینه بې کاري ده. د نوموړې شبکې یوتن غړی بریال وايي، که نوی حکومت دې چارې ته جدي پاملرنه وکړي، ورسره سوله هم رامنځته کیدای شي.

«په رښتينې توګه دا ومنئ چې په افغانستان کې سخته بې روزگاري ده چې خلک ورڅخه سخت کړیږي. د دې پر وړاندې هم باید راتلونکي حکومت مبارزه وکړي او د شغل له پاره زمینه برابره کړي، په خاصه توګه د ځوانانو له پاره.»

له بل پلوه بیا د د ولسمشریزو ټاکنو د دواړو نوماندانو استازي هم پر دې ټینګار کوي چې راټولې شوې ټولې ستونزې یې وړاندې له وړاندې په خپله تګلاره او منشور کې ځای پر ځای کړي دي او دهوارۍ له پاره به یې جدي ګامونه پورته کړي.