1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانان د درملنې له پاره هندوستان ته ځي

وصلت حسرت نظیمي/ سید ریاض۱۳۹۲ آذر ۹, شنبه

هره میاشت په زرونو افغانان د درملنې په موخه هندوستان ته سفر کوي. په افغانستان کې ناوړه روغتیايي خدمات او غلطه تداوي د دغو کسانو په شمیر کې د زیاتیدو باعث گرځیدلې ده.

https://p.dw.com/p/1AQyg
انځور: dapd

د ډيلي په یوه روغتون کې بستر افغان محمد نبي، د خپلې مرۍ زخم ته په اشاره سره وایي: «افغان ډاکټرانو یو تومور تشخیص کړ او هغه یې عملیات کړ.» ۵۶ کلن نبي چې د بلخ ولایت اوسیدونکي دی، دوستانو ورته د هغې وروسته مشوره وکړه چې د درملنې له پاره هندوستان ته ولاړ شي. د ډهلي په یوه روغتون کې ډاکټرانو هغې ته وویل چې ده هیڅ کله تومور نه درلود بلکې یوه عادې دانه وه. محمد نبي چې ډیر خفه ښکاري او زیاتوي: «زما سره دوکه شوې ده. له بده مرغه دا په افغانستان کې یو معمول گرځیدلی دی.»

جراحي عملیاتو په ظاهري توگه د محمد نبي ډیر وخت ونیو او هغه ستومانه بریښي. خو نبي وایي چې په هندوستان کې تداوۍ له ده سره مرسته وکړه.

«روغتیايي سیاحت» مخ پر زیاتیدو دی

د هند په روغتونو کې افغاني څیرې تر سترگو کیږي، ځیني افغانان له ځانه سره ژباړونکي لري. د ډیرو افغانان په نوي ډهلې کې درملنه تر سره کیږي او زیاتره یې د ډهلي په یوه سیمه کې چې «لجپت نگر» نومیږي ورځي. په دغه ځای کې د افغانانو د ډیر حضور له کبله دغه ځای ته «کوچنی افغانستان» هم ویل کیږي.

په هندوستان کې د افغانستان د سفیر مرستیال اشرف حیدري، وایي چې شاوخوا هره ورځ هندوستان د زرو راتلونکو افغانانو ۷۰ سلنه د تدواۍ له پاره راځي. حیدري زیاته کړه چې دغه کسان د قلبي ناروغیو څخه نیولی تر عصبي، اورتوپیدي او نورو ناروغیو د درملنې له پاره هندوستان ته سفر کوي.

په ډیلي کې د «مکس» په نوم دغه روغتون ته ډیری افغانان ورځي
په ډیلي کې د «مکس» په نوم دغه روغتون ته ډیری افغانان ورځيانځور: Max Hospital

دحیدري په وینا زیاتره کسان له افغان ډاکټرانو څخه ښې تجربې نه لري. د هغه په وینا په افغانستان کې ډاکټران د ناروغانو د ښه والي پر ځای د پیسو گټلو ته لومړيتوب ورکوي: «په افغانستان کې روغتیايي سیستم له کمبود سره مخامخ دی، او له ښه معیار څخه برخمن نه دی. هلته ډیری عملیاتونه، نه شي تر سره کیدای.»

د افغانستان د عامه روغتیا د وزرات د وینا له مخې په بهرنیو هیوادونو کې د ناروغانو د تداوۍ په برخه کې هر کال افغانستان ته ۲۴۰ میلیونه ډالره تاوان رسیږي.

لگښتونه

هند ته د افغان ناروغانو سفر نه یوازې دا چې له سرگردانیو ډک وي، بلکې ډیر لگښت ته هم اړتیا لري. د الوتکې ټکټ، هوټل، ژباړونکی او تداوي کیدای شي آن تر زرونو ډالرو پورې ورسیږي او زیاتره ناروغان چې په وس یې پوره وي دغه کار تر سره کوي. یو شمیر ناروغان بیا د خپلو شتمنیو خرڅلو ته اړ کیږي تر څو په هند کې په درملنې وتوانیږي.

نبي پر دې توانیدلی دی چې د ژباړونکي لگښت وسپموي، ځکه هغه له ځانه سره یو خپلوان راوستی دی چې په هندي ژبه خبرې کولای شي. نبي خپل دغه خپلوان ته په اشارې سره وایي «چې د ده پرته به موږ د یو بل پر ژبه نه پوهیدلای.»

نور افغانان یا خپله ژباړونکي پیدا کوي او یا هم له روغتون څخه مرسته غواړي. بهو پیندر، یو له هغو ژباړونکو څخه دی چې له روغتون سره قرارداد لري. هغه وایي چې په یوه میاشت کې شاوخوا ۳۵۰۰۰ هندي کلدارې چې ۵۶۰ ډالر کیږي، گټي. د هغه په وینا یوازې دغه روغتون ته هره اوونۍ د ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ افغانان ورځي.

هما چې د هرات ولایت اوسیدونکي ده، له خپلې ټولې کورنۍ سره هند ته ورغلې ده. هما چې د دریو ماشومانو مور ده د خپل ۱۲ کلن زوی په اړه انديښمنه ده. د هغې په وینا دا چې زوی یې زیاتره وخت د ستوني تکلیف درلود نو افغان ډاکټرانو غوښتل چې د هغه تانسلونه عملیات کړي. هما زیاتوي: «ډاکټرانو هغه ته لس ډوله بېلابېل انتي بیوتک ورکړل، چې په هغې سره ماشوم نور هم ضعیفه شو.» په هند کې ډاکټرانو هما ته ویلي دي چې زوی یې الرجي لري او هغه ته اوس نور دارو درمل ورکوي: «تر هغې وروسته یې اوس وضعه ډیره ښه شوې ده.»

د افغانستان د روغتیايي خدماتو د سیستم قوي کول

هما کولای شول، چې خپل زوی گاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته یوسي، خو هغې د نورو افغانانو په څیر هندوستان ته مخه کړه، سره له دې چې په یو شمیر افغاني رسنیو کې په مکرر ډول هند ته د نه تگ په اړه توصیه کیږي.

هما په یوه تلویزون کې نشریدونکي یوې تازه پیښې ته په اشارې سره وویل چې په هغې کې خلکو ته خبرداری ورکول کیږي چې په هند کې خلکو ته فریب یا دوکه ورکول کیږي او د دې پر ځای دې په خپل هیواد کې درملنه وکړي. خو هما په دې اړه په شک او تردید کې ده: «دا یو پروپاگنډ دی، ځکه چې افغان ډاکټران نه غواړي خپل مشتریان له لاسه ورکړي.»

په افغانستان کې د ښه روغتیایي خدماتو د نه شتون له کبله ناروغان بهرنیو هیوادونو ته مخه کوي
په افغانستان کې د ښه روغتیایي خدماتو د نه شتون له کبله ناروغان بهرنیو هیوادونو ته مخه کويانځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د شمالي ولایت فاریاب اوسیدونکي گلناش وایي چې زیاتره افغانان چې هند ته سفر کوي له درملنې څخه یې مطمینه دي، ځکه چې دلته ډاکټران له پرمخ تللو میتودونو څخه کار اخلي. دغه ۲۶ کلنه میرمن د خپل ورور سره چې عصبي ناروغي لري، نوي ډهلې ته تللې ده. گلناش زیاتوي چې افغان ډاکټران باید په هند کې تحصیل وکړي: «بیا به موږ دې ته نه مجبوریږو چې نور هندوستان ته راشو او زموږ اقتصاد به هم وده وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې دواړو هیوادونو لا تر مخه د یو شمیر امکاناتو خبره کړې ده: د هند یو شمیر روغتونونه افغان ډاکټرانو ته د زده کړو د پروگرامونو وړاندیز کوي او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په نزدې وختونو کې اعلان کړی دی چې پلان لري د روغتیاي خدماتو شخصي سکتور پیاوړی کړي.

خو تر هغه وخته چې د افغانستان په روغتیایي سیستم کې ښه والی رامنځ ته کیږي، افغانانو ته به هندوستان د معیاري درملنې له پاره د خوښې وړ لومړی ځای وي.