1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانان ايراني پولیس د افغان مهاجرو پر وژنه تورنوي

۱۳۹۹ خرداد ۱۷, شنبه

په ايران کې د افغان مهاجرو اړوند يوې ويډیو تر خپريدنې وروسته د ايراني پولیسو پر وړاندې د افغانانو سخته غوسه راپارولې ده. عامو افغانانو پر ايراني پولیسو تور لګولی چې په پيښه کې لاس لري.

https://p.dw.com/p/3dL1o
Frankreich | Unruhen in Nantes nach tödlichem Polizeieinsatz
د آرشيف انځور؛ د اطفائي کارکونکي پر يو اور اخیستلی موټر د اوبو شیندلو پر مهالانځور: Getty Images/AFP/S. S. Gomis

دوهم تعقيب:

د ایران پولیسو د افغان مهاجرو پر موټرو حمله تائيد کړه

د ایران د يزد ولایت سياسي مرستيال، د افغان مهاجرو پر موټر باندې د ايراني پولیسو له خوا د ډزو کولو موضوع تائيد کړه خو ويلي دي چې دغه موټر د ډزو په نتيجه کې اور نه دی اخيستی.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت دغې پيښې ته په جدي توګه پر رسیدګۍ کولو ټينګار کوي.

د ټولنيزو رسنيو يو شمیر کارونکي د «لږ اوبه راکړه چې اور مې واخيست» تر عنوان لاندې هشتګ سره، د عدالت غوښتونکي شوي دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلی دی چې د ایران د يزد ولایت سياسي مرستيال احمد ترحمي بها بادي، د ايراني پولیسو له خوا د افغان مهاجرو پر موټر د ډزو رپوټونو په تائيدولو سره ويلي دي چې دغه موټر د سړک غاړې موانعو سره د لږيدلو له کبله اور اخیستی دی.

د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې مطابق، د لومړنيو رپوټونو پر اساس، د ايران په يزد ښار کې د افغان مهاجرو په حامل موټر کې ۱۳ تنه افغانان سپاره ول. په دغې پيښه کې ۳ تنه مړه شوي او ۴ تنه نور ټپيان دي.

لومړی تعقيب:

دغې پيښې په داسې حال کې د افغانانو غوسه ډيره سخته راپارولې، چې تر دې يوازې څو اوونۍ وړاندې افغان چارواکو تور لګولی ؤ چي شاوخوا پنځوس تنه افغان مهاجر د ايران سرحدي ځواکونو له خوا سيند ته غورځول شوي وو.

د رويټرز خبري آژانس په حواله، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په جمعه (د جون ۵مه)، په يوې اعلاميه کې وويل چې د ايران په مرکزي ايالت يزد کي پوليسو د افغان مهاجرو پر لیږدونکي موټر ډزي کړي چي په نتيجه کي يې موټر اور اخيستی او له کبله يې درې تنه افغانان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د پيښې اړوند يوه ويډيو چې په ټولنيزو رسنيو کې لاس پر لاس کيږي چي په کې يو ځوان په داسې حال کې ښودل سوی چې له سوځيدلي موټر څخه په داسې حال کې تښتي چې د بدن يوې برخې يې اور اخیستی دی. دغه ځوان د اوبو سوال کوي.

Afghanistan Herat | Untersuchungen | Ertrunkene Migranten
د سيند ته د غورځول شوو افغان مهاجرو د حقیقت موندنې ځانګړی افغان پلاوی د پيښې په ځای کې انځور: DW/S. Tanha

د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې دغه ويډيو واقعي ده او په ایران کې ميشت افغان چارواکو د قربانيانو د پيژندګلوۍ په موخه خپلې هڅې پيل کړي دي. دغه ويډيو په ټولنیزو رسنيو کې په پراخه کچه لاس په لاس شوې او افغانانو يې پر وړاندې سخت غبرګونونه ښودلي دي.

په ويډيو کې ځوان نعرې وهي، «ما اور واخیست، ماته لږ اوبه راکړئ.» د بشر د حقونو ډلې هم پر دغې پيښې غبرګون ښودلی او په اړه يې د عدالت غوښتنه کړې ده.

د علي نوري په نوم يوه مدني فعال او حقوق پوه، پر خپلې فيسبوک پاڼه ليکلي دي: «ايران حق نه لري چې افغان مهاجر ووژني، دوی کولی شي خپل سرحدونه وتړي، ټول افغانان اخراج کړي، خو نه چې هغوی ووژني.» افغانان د څو لسیزو راهيسې په افغانستان کې د جګړو، بيکارۍ او د خراب اقتصادي وضعيت له کبله ايران ته د کار او مزدورۍ له پاره مهاجرتونه کوي او په دغه هيواد کې ژوند کوي.

ايران وايي چې شاوخوا دوه نيم ميليونه افغانان اوس مهال په ايران کې ميشت دي چې په دوي کې يو شمیر يې قانوني اسناد لري او يو شمیر يې له قانوني اسنادو پرته هلته ژوند کوي. ايران د خپلو اقتصادي ستونزو او پر د لګول شوو نړيوالو تحريمونو له وجې وخت ناوخت، له خپل هيواده د افغانانو پر اخراجولو باندې هم فکر کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان چارواکو په وينا، تيره میاشت د ايران پوله ساتو ځواکونو پنځه څلوېښت تنه افغان کارګر سيند ته په غورځولو وژلي وو. ادعا شوې چې ايراني پوله ساتو ځواکونو دغه افغانان تر شکنجه کولو وروسته د وسلې پر مټ دې ته اړ کړي ول چې ځانونه د هريرود سیند ته واچوي.

په دغې پيښې کې يوازې څو تنه افغانان په دې بريالي شوي ول چې ځانونو ته نجات ورکړي. خو هغه مهال د ايران د بهرنيو چارو وزارت ویاند عباس موسوي په يوې اعلاميه کې ادعا کړې وه چې دغه پيښه د افغانستان په خاوره کې رامنځ ته شوې ده. رويټرز د خپل رپوټ په پای کې ليکي چې دغه خبري آژانس پر دې ندی بریالی شوی چې د وروستۍ پيښې په تړاو، په کابل کې د ايران د سفارت نظر واخلي. تعقيب آژانسونه/ م.ک.ص/ ا.ا